تاند، شنبه، د عقرب ۱۱مه:د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، القاعده ډله په اسیا کې له منځه تللې نه ده او لا یې هم یو شمېر د رهبرۍ تر کچې غړي په افغانستان او پاکستان کې پټ دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د دغه هېواد د مبارزې اړوند یو تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د پاکستان تر وزر لاندې رالویه شوې ډله لشکر طیبه په ۲۰۱۸ کال کې د دې جوګه وه چې په افغانستان او هند کې یو شمېر اهداف په نښه کړي او لوی بریدونه پرې وکړي، حال دا چې پاکستان ظاهرا د دغې ډلې مشر حافظ سعید نیولی او په زندان کې یې ساتلی دی.
راپور کې پر پاکستان نیوکه شوې ده چې لا تر اوسه یې په خپله خاوره کې له پراخ تجهیز، روزنې او تمویل څخه برخمنې ترهګرې ډلې جیش محمد او لشکر طیبه ځپلې ندي او نه یې هم پر ضد ګامونه اخیستي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي چې پاکستان ژمنه ورکړې وه چې د طالبانو او حقاني شبکې څخه به نه یوازې ملاتړ دروي، بلکې مخه به یې هم نیسي، خو پاکستان لا تر اوسه په افغانستان کې ددغو ډلو له کبله د راپورته کېدونکو ګواښونو مخنیوی نه دی کړی.
د افغانستان او هند حکومتونه له ۴۰ کاله را پدیخوا نعری وهی او ټولو نړیوالو او ملګری ملتونو او امنیت شورا او په ځانګړی ډول امریکا او برتانیی ته شکایتونه کوی چی پاکستان یو ترهګر او د انسانیت دښمن هیواد دی مګر تر نن پوری هیڅ نړیوال هیواد په پاکستان بندیز ونه لګوه مګر ددی پرځای چی بندیز ورباندی ولګوی برعکس د ټرمپ خبره ۳۳ ملیارده ډالر ورکوی او پاکستان د ترهګرو په وړاندی هیڅ هم نه کوی
تیره میاشت بیا ۱۲۵ میلیون ډالر امریکا پاکستان سره اقتصادی مرسته وکړه کچیری پاکستان خپل اقتصادی مرسته ته اړتیا لری نو د طالبانو مالی مرسته څوک ورکوی که پاکستان ورکوی بیا د ۳۳ ملیارده ډالر او ۱۲۵ ملیون ډالر مرسته د پاکستان د څه په معنا ورکول کیږی
ځکه د طالبانو زیاتره مشران په پاکستان کی له مینځه تللی لکه ملاعمر، ملامنصور او ځانګړی ډول آسامه بن لادن او اوس وختو کی هیبت الله د وژلو خبره کیږی
همدارنګه د لشکر طیبه مشر شتون په پاکستان کی حافظ منصوراو چی زیاتره رسانی وایی چی د هند په حمله کی دده لاس وو کله چی پاکستان داسی ډلی او ټپلی ساتی نو دا معنا داچی پاکستان پخپله د انسان او مسلمان دښمن هیواد ده ځکه په تیر ۴۰ کالو زیاتره بی ګناه وکړی په داخلی جنګونو کی یا د طالب او شورای نظار په مینځ کی جنګ او همدارنګه اوس ددی نظام سره چی اخته دی دومره امریکایان ندی وژلی لکه افغانان یی وژلی چی زیاتره یی ماشومان او ښځی دی چی په زیاتره انتحاری حملو کی له مینځه تللی
کله چی پاکستان طالبانو نظامی او مالی ملاتړ کوی مطلب دا چی دده جګړی کی امریکا هم ورسره مالی مرسته کوی
ځکه امریکا ۳۳ میلیارده او ۱۲۵ میلیون ډالره مرسته ورسره کوی
باید افغانان اصلی دښمن هیواد نړی ته ور وپیژنی او نړی باید افغانانو غږ نور شاته وانه چوی