تاند: د امریکا پوځ وایي په افغانستان کې یې د طالبانو ضد جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په میلیاردونو ډالر لګولي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا وايي، افغان جګړه د امریکا حکومت او ټولنې ته پنځه سوه میلیارد ډالرو په بیه تمامه شوې ده حال دا چې په دې جګړه کې په زرګونو افعانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د امریکايي حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ چې دغه هېواد په افغانستان کې له یو لک ډېر سرتېري لرل چې د کال یې لګښت سل میلیارد ډالرو ته رسېدو. د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ۷۶۰ میلیارد ډالر لګولي دي، خو د امریکا د برن پوهنتون یوه څېړنه وايي، په افغانستان کې د لګښت په هکله د امریکا رسمي شمېر له اصلي شمیر ډېر کم ښودل شوی دی.
یوازي د روان کال لګښت هم ۱۸ میلیارد ډالر اټکل شوی دی
چي د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې به دغه مصارف ۱۸ بیلون لګښت وي
ویل کیږي د پیسو ډېره برخه د وسلوالو ضد عملیاتو او د پوځیانو، په خوړو، جامو، روغتیايي چارو، تنخوا او نورو شیانو لګول شوې دي.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو ضد جګړې راهیسې افغان جګړه کې د امریکا دوه زره درې سوه سرتېري وژل شوي او شل زره پنځه سوه سرتېري یې ټپي شوي دي. ملګري ملتونه وايي دې جګړه کې له ۳۲ زرو ډېر افغانان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ټپي شوي دي. ملګري ملتونه وایي، دا مرګ ژوبله له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ریکارډ ډول زیاته شوې ده
ویل کیږي له دې پیسو ۱۳۳ میلیارد ډالر چې د ټول لګښت ۱۶ سلنه کېږي تېرو ۱۷ کلونو کې یې د افغانستان پر بیا رغونه لګولې دي
امریکا د ورځې ۱،۵ میلیونه یا له ۲۰۰۲ کال د دې کال تر جون نږدې ۹ میلیارد ډالر د نشه يي توکو ضد هڅو لګولې دي، خو د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دا کرونده لا هم زیاتېږي
د افغان ۱۹ کلنې جګړې مصارف په داسې حال کې رسنیز کیږي چې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې د سولې مذاکرات روان دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *