تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳مه: د امریکا متحده ایالتونو د ایران د فضايي څېړنو پر ادارې او دوو نورو تحقیقاتي مرکزونو د نویو بندیزونو اعلان کړی دی.

امریکا د ایران پر فضايي ادارې بندیز لګولی او دا اداره یې تورنه کړې چې د ملکي پروګرام په نامه د بالستیک توغندي جوړوي او مصنوعي سپوږمکۍ ته لار پرانیزي.

دغه تورونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران او د هغوی په فضايي ادارې او په ایران کې د څېړنو پر دوو نورو بنسټونو لګولي چې د بالستیک توغندیو د پراختیا لپاره یې خپل فعالیتونه پراخه کړي دي.

امریکا وړاندې هم د ایران د بالیستیک توغندیو د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی و.

تهران د امریکا دا تورونه ردوي او وايي چې فضايي پروګرام یې بشپړ ملکي دی او د هېڅ وسلې د پراختیا نیت نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره اونۍ د مصنوعي سپوږمکۍ په مټ ځینې اخیستل شوي انځورونه خپاره کړل چې څنګه ایران د مصنوعي سپوږمکۍ په توغولو کې پاتې راغی؟

خو د ایران یوه حکومتي ویاند علي ربیعي بیا ویلي وو چې د هېواد په شمال کې د مصنوعي سپوږمکۍ توغولو ځای کې چاودنه وشوه چې د دې تېروتنې پړه یې پر تخنیکي ستونزو واچوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *