تاند نیوز ډیسک: هرمز تنگي کې د امریکايي ډرون له راغورځولو وروسته متحده ایالاتو د ایران پر ضد اقداماتو کې تازه د دغه هیواد پر مذهبي مشر او د سپاه پاسدارانو ډلې پر یو شمېر لوړ پوړو چارواکو بندیزونه لګولي دي.

 ایت الله علي خامنه يي او د هغه دفتر له دې وروسته هیڅ نړیوال او اروپايي بانک یا کومې بلې مالي ادارې سره راکړه ورکړه نه شي کولی.

ټرمپ د دغو بندیزونو د لاسلیک پر وخت ویلي، امریکا به پر تهران خپل بندیزونه زیات کړي او ایران به هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړای شي.

ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران که د لګیدلیو بندیزونو په برخه کې معمولي غبرګون هم وښيي، امریکا به دا بندیزونه نور هم سخت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز ویلي، پر ایران به د ټرمپ تازه بندیزونه کوم اثر ونه کړي، ځکه ایران له پخوا راهیسې نړیوالو مالي ادارو او بانکونو کې کوم حساب نه لري او دا بندیزونه به تر ډېره سمبولیک پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ګواښ کړی چې ډېر ژر به د ایران پر خارجه وزیر جواد ظریف هم ورته بندیزونه وضع کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *