تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: واشنګټن پوسټ په خپل تازه راپور کې خبر ورکړی چې واشنګټن له طالبانو سره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو هوکړه نهايي کړې ده، خو لا یې په طالبانو د اوربند خبره نه ده منلې چې دا د سولې د هوکړې د ماتېدو خطر لا زیاتوي.
واشنګټن پوسټ وايي، امریکا لا هم پر طالبانو د اوربند او له افغان حکومت سره مذاکراتو ته د کېناستو خبره نه ده نهايي کړې.
واشنګټن پوسټ وايي، ټرمپ له خپلو لوړ پوړو کارمندانو سره د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په تړاو کار کړی خو غني چې د طالب یاغیانو په غوښتنه لا هم امریکا د سولې مذاکراتو څخه دباندې ساتلی دی، د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر د دغې خبرې په اړه هیڅ غبرګون ونه ښود چې ویې ویل، طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ شوی دی.
واشنګټن پوسټ په دې برخه کې د ارګ د ویاند صدیق صدیقي څرګندونو ته اشاره کړې ده چې ویلي یې دي، افغان حکومت به له امریکا سره د باعزته سولې په برخه کې همکاري وکړي، البته په هغه صورت کې چې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایان وايي، له طالبانو سره یې لا خپلې خبرې وروستۍ شوې نه دي او چې کله وروستۍ شي له افغان حکومت سره بې خبرو ته کېنوي.