سپینه ماڼۍ

تاند- سپينې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر کندوز د وسله والو طالبانو حمله په کلکه وغندله.

د سپینې ماڼۍ ویندوی جوش ارنیسټ وویل، افغان امنیتي ځواکونو په ښار کې ځیني دولتي ودانۍ بېرته نیولي او د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان له حکومت سره د مشورې په حد کې ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د سې شنبې د سهار له یو پړاو بمبارۍ وروسته په افغانستان کې ناټو وویل چې ښايي بیا هوايي حمله ونه کړي ځکه چې طالبان په ښار کې دننه دي او په ښار کې عام خلک اوسي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو یوه چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط وویل چې دوی د ښاریانو ژوند ته د خطر له کبله بمباري نه شي کولی.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو ماښام مهال د کندوز پر هوايي ډګر حمله وکړه. د هوايي ډګر په څو کیلومترۍ کې هستوګنې سیمې نشته.

له کندوز ښاره په تېښته یوه بریالي شوي خبریال وویل چې په ښار کې د وحشت فضا واکمنه ده، طالبان کور په کور تلاشي اخلي، خلک له کورونو باسي او په بې رحمۍ یې وژني.

فولاد حمید، چې تخار ولایت ته په ټېښته بریالی شوی، وايي چې اوس خلک په ښار کې بند پاتې دي، څوک په اسانه وتلی نه شي.

ده همداراز وویل:«طالبان له وسلو سره د کورونو دروازې ټکوي، حکومتي مامورین، پولیس او هر هغه څوک چې ورته مشکوک ښکاره شي، نیسي یې او له ځان سره یې بیايي، هیڅوک خوندي نه دی.»

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي وویل چې وسله وال طالبان د اختر په ورځو کې ښار ته په پټه ننوتي ول.

که څه هم ځینو دولتي چارواکو ادعا کړې چې پر کندوز ښار له حملې خبر ول خو د کندوز یوه ښاري، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیتید پریس خبری اژانس ته وویل:«چارواکي د طالبانو له حملې خبر نه ول، که خبر وای، دوی به مرستندویو موسسو، این جي اوګانو، ملګرو ملتو او بانکونو ته خبر ورکړای وای چې له ښاره ووځي.»

طالبانو بانکونه او دولتي ادارې چور کړي او اکثرو ته یې اور ورته کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *