تاند- د امریکا دفاع وزارت وايي، حاضردمه په عراق، افغانستان، او سوریه کې ټولټال ۲۶ زره امریکايي پوځیان مېشت دي.

دا شمېر تر هغه څه ډېر دی چې پینتاګون مخکې له هیواده بهر د امریکايي پوځیانو په اړه اعلان کړی و.

امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ زره ۳ سوه سرتېري لري، نژدې ۸۹۰۰ پوځیان یې په عراق کې مېشت دي او ۱۸۰۰ نور یې په سوریه کې دېره دي چې ټول شاوخوا ۲۶ زرو ته رسېږي.

دا شمېر روانه میاشت /نوومبر۱۷/ له متحدو ایالتونو دباندې د امریکايی پوځیانو، ګاردونو او د دفاع وزارت د ملکي پرسونل د شمېر په اړه د پینتاګون په څلور میاشتني راپور کې وړاندې شو.

خو د امریکا دفاع وزارت هیڅکله د هغو پوځیانو شمېر په خپلو لیستونو کې نه یادوي چې په خاصو عملیاتو کې ګډون کوي او یا موقتاً بهر ته لېږل کېږي.

له همدې کبله له متحدو ایالتونو دباندې د امریکايی پوځیانو شمېر تر هغه څه زیات دی چې په راپورونو کې وړاندې کېږي.

جیمز متیس سږ کال د امریکا د دفاع وزیر په توګه د کار د پیلولو په مهال ژمنه وکړه چې له متحدو ایالتونو دباندې د دېره امریکايي پوځیانوحقیقي شمېر به څرګند کړي.

پینتاګون پخوا، یعني د اوباما د حکومت په وروستیو کې د نوموړي د پالیسیو پر اساس ویلي و چې نژدې ۵۲۰۰ امریکايی پوځیان په عراق کې مېشت دي خو وروسته د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو مرکز وویل چې په عراق کې ۶۸۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي او اوس یې شمېر۸۹۰۰ ښودل شوی دی.

په افغانستان کې هم د امریکايی پوځیانو شمېر تر هغه څه زیات دی چې مخکې ویل شوي وو.

د امریکا د دفاع وزارت د پرسونل په اړه د معلوماتو د مرکز په وینا د سږکال د سپټمبر تر دېرشمې پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او پرسونلو شمېر ۱۵۳۰۰ او د ملکي پروسونل شمېر ۱۲۰۰ و چې ټول ۱۶۵۰۰ تنه کېږي.

د امریکا حکومت سږ کال افغانستان ته د ځواکونو پر لېږلو او په دغه هیواد کې د ځواکونو د پاتې کېدو د مودې لپاره محدودیت پای ته ورساوه.

متحد ایالتونه دغه راز په ګڼو عر بي هیوادونو، جاپان، حنوبي کو ریا، فلیپین، جرمني، پولنډ او … کې هم پوځیان لري خو په دې راپور کې یې د شمېر یادونه نه ده شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *