تاند- د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په وروستي درې میاشتني راپور کې څرګنده شوې چې امریکا تراوسه پورې په افغانستان کې ټولټال ۷۱۴ ملیارد ډالره لګولي دي.

د ټاسک اند پرپوز امریکايي خپرونې د راپور له مخې، د دغو پیسو په سلو کې ۸۶ یا ۶۷۵ ملیارد ډالره د امریکا دفاع وزارت مصرف کړي او دا له دې سره سره ده چې اوسني دفاع وزیر جنرال جېمز ماتیس په وروستیو کې وویل چې حاضردمه امریکا په افغانستان کې د جګړې د ګټلو په حال کې نه ده او ژر به په خپله ستراتیژۍ کې سموالی راوړي.

خپرونې لیکلي چې د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې تر ډېره ضایع شوي، په فساد کې ورکې شوي او یا بې ځایه لګېدلي دي.

ټاسک انډ پرپوز د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش د دفتر له لوري د سروې ګانو او څېړنو یادونه کړې چې په هغو کې ښودل کېږي چې د امریکا پانګونې څرنګه ضایع شوي دي.

One thought on “امریکا په افغانستان کې دقیقاُ څومره پیسې لګولي؟”
  1. لنډه داچې امریکایانو ټولې 39 میلیارده دالره په افغانستان کې مصرف کړی دی.
    پاته شوه د 675 میلیاردو دالر مصرف خپله له دوی سره دی.
    پدې 39 میلیاردو دالرو کې زمونږ جنګسالاران لکه عطامحمد خان نور ، احمدضیا خان مسعود ، عبدالرشیدخان دوستم ، بسم الله خان محمدی فرزند موچي تورن اسمعیل ، بهزاد ، ملا فضلو معنوی او …. نورو خپله غوښنه برخه اخیستې ده چې نن نه پوهيږي ،څنګه یی مصرف کړی؟
    غونډو ته کرایی مظاهره چیان نیسي ، د دې نیم ژواندې نظام د له منځه وړلو او د خپلو ناپاکو حسابو نو له منځه وړلو هڅې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *