د امریکا متحد ایالتونه غواړي په افغانستان کې د خپلو پرمختیايي ��روژو پر څارنې شاوخوا ۱۷۰ ملیون ډالره ولګوي.

د څارنې په دې نوي پروګرام کې له موبایل ټېلفونونو، د سپوږمکۍ له تصویرونو او پرمختللیو کمرو کار اخیستل کېږي.

د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره اوس هڅه کوي چې د څارنې د دې پروګرام لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

دا پروګرام د پنځو کلونو لپاره دی. هدف یې د روان ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هیواد کې د بیارغونې د پروژو څارل دي چې ویل کېږي مستقیم نظارت یې د نړیوالو پوځیانو په وتلو پسې سخته دی.

دا ځل امریکا غواړي له پرمختللیو موبایلونو، سپوږمکۍ او څارکمرو څخه په استفادې د افغانستان پروژې وڅاري.

د دې تکنالوژۍ په وسیله سپوږمکۍ عکسونه اخلي، کمرې د عکسونو وخت او نېټه څرګندوي او جي پي ایس سیستم د پرمختللیو ټېلفونو په مټ د پروژو د څارنې امکان برابروي.

پر دې پروګرام نژدې ۱۷۰ ملیون ډالره لګښت راځي او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې سر له اوسه هڅه پیل کړې چې دا پیسې ترلاسه کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیا ادارې مرستیال مارک فییر شتاین په واشنګټن کې، چې د دې ادارې مرکز دی، په یوه مرکه کې وویل:«په داسي حال کې چې امریکا غواړي په افغانستان کې ډېر لږ پوځي رول ولري، ورته ډېره ګرانه ده چې په مستقیم یا حضوري ډول په دې هیواد کې د پروژو څارنه وکړي او مامورین د څارنې لپاره پروژو ته ولېږي.»

د ښاغلي شتاین په وینا، لومړی د مامورینو په وسیله د پروژو د څارنې لپاره کار کېږي او بیا د مدرنې تکنالوژۍ په ځینو وسایلو.

دی همداراز وايي:«که دې نتیجې ته ورسېدو چې له پرمختللې تکنالوژۍ سره سره د پروژو څارنه نه شو کولی، اصلاً به هیڅ پروژه اجرا نه کړو.»

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له ۲۰۰۱ څخه په افغانستان کې پر بېلابېلو پروژو تر ۱۲ ملیارد ډالرو زیاتې پیسې لګولي دي. او تمه کېږي چې سږ او راتلونکی کال پر نورو پروژو ملیونونه ډالر ولګوي.

د افغانستان د بیارغونې تقریباً په ټولو پروژ کې د فساد او د پیسو د ضایع کېدو تورونه لګول کېږي.

امریکايي سناتور کلیر مک کازکیل د افغانستان په پروژو کې د پیسو پر وهل کېدو او ضایع کېدو یو له سختو انتقاد کوونکو څخه دی.

دی وايي:«له ۲۰۰۹ څخه تراوسه پوري د دغو پروژو په بودجه کې ۴۷ فیصده کموالی راغلی دی.»

د سناتور مک کازکیل په وینا، په افغانستان کې د امریکا د مالیه ورکوونکو په ملیاردونو ډالر لګول شوي خو حاضردمه یوازې ۲۱ پروژې وینو.

له دې سره سره د پرمختللې تکنالوژۍ په وسیله د پروژو څارنې هیله پیدا کړې چې پروژې به وڅارل شي ځکه چې تر دې وړاندې دې شیوې په پاکستان، عراق، یمن او کولمبیا کې نتیجه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *