خبریال: میرویس جلالزی- د افغانستان د دفاع وزارت سرچیني وایي د امریکا متحده ایالتونو پوځ غواړی سږ کال په افغانستان کې د ترهګرو د قوماندانانو د وژلو لپاره د بي پيلوټه الوتکو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون یو راپور چې د فبرورۍ په میاشت کې خپور شو ښيي، په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په شمیر کې ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی او یوازي په ۲۰۱۲ کال کې د دغه ډول ۵۰۶ بریدونه ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت هم وایي د دغو بریدونو د شمیر زیاتیدل له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو سره نیغه اړیکه لري.

ایا بي پیلوته الوتکي افغان ماوریت ته کار ورکوي؟

 د پوځي چارو کاارپوهان هم د دغو الوتکو بریدونه د طالبانو او القاعدې د مشرتابه کړیو د دړې وړې کولو لپاره ډیر  اغیزناک بولي.

دپوځي چارو شنونکي اسحاق اتمر نن وویل: له پیلوټانو پرته، او له ځمکنیو قواوو او سیمیزملاتړ پرته بي پیلوټه الوتکي په ډیره دقیقه توګه بریدونه تر سره کولای شي .

اتمر وايي که ځمکنۍ قواووي یوي سیمی د عملیاتو لپاره ځي نو نه یوازي دا چې تلفات ورته اوړي عملیات یي هم هغسي اغیزمنتوب نه لري لکه څرنګه چې یې تمه کیږي.

اتمر:

(( هوايي ځواکونه البته پیلوټ لرونکی الوتکي نه شي کولای دقیق اهداف په نښه کړي ځکه ترینه ملکی تلفات هم اوړي، خو که بي پیلوته الوتکي وکارول شي اول نښه ډیره ښه ویشتلای شي، اودا ډیر ګټور کار دی)).

د  امریکا د بي پیلوټه الوتکو ګزارونه په افغانستان کې له ۲۰۱۱ کال راهیسي پیل شوي دي خو د دغو بریدونو ډیري بیلګي د ډیورنډ د کرښي هغه غاړي ته ثبت شوي.

په دغو بریدونوکې چې په وزیرستانونو او د قبایلو په نورو سیمو په تیرو څو کلونوکې تر سره شوي د القاعدي د رهبري شورا او طالبانو عمده قوماندانان له مینځه وړل شوي خود پاکستان دولت بیا شکایت کړی چې ولسي خلکو ته یي هم پکې مرګ ژوبله اوښتي او باید ودرول شي.

د ملکي تلفاتو مسله د ډیورنډ دغې غاړي ته هم ډیره حساسه ده او حکومت یي جدي بولي.

اوس پوښتنه دلته ده چې که د بي پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د افغانستان په خاوره کې ملکی خلکو ته زیان ورسیږي نو پایلي به یي څه وي.

د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجی:

(( د ملکي تلفاتو په پایله کې د خلکو ناراضایتي پراخیږي، د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د امریکا ډیر شمیر ځواکونه له افغانستان څخه ووزي، که چیرته سرتیري کم شي نو په نظامي عملیاتو کې به یي حضور هم کم شي او بیا کیدای شي چې د ملکیانو تلفاتو هم را کم شي)).

د پوځي چارو ماهران په دې اند دي چې ډران حملي ډیري دقیقي تر سره کیږي نو ځکه پکې له مشخصو اهدافو پرته نورو موخو ته له زیان رسولو مخ نیوی شونی دی.

د ملګرو ملتونو یو راپور چې همدا تیره میاشت خپور شو وویل په افغانستان کې د هوایي بریدونو پر مهال د تیرو کلونو په پرتله ۴۲ سلنه ملکي تلفات کم شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *