د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د جګړې د لګښتونو د کمولو په لړ کې غواړي چې په دې هیواد کې د خپلو دیپلوماتانو شمېر کم کړي.

د فارن پالیسي خپرونه وايي، امریکايي چارواکو ورته ویلي چې دا هیواد غواړي په افغانستان او عراق کې د خپلو دیپلوماتانو شمېر لږ کړي.

فارن پالیسي ته درو امریکايي چارواکو، چې له موضوع خبر ول، ویلي چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت غواړي په کابل کې د امریکايي دیپلوماتانو شمېر نیمايي ته راکم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه په داسې وخت کې کړې چې امریکا د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره خبرې بیل کړي او په دې یې غور پیل کړی چې له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا عامه راډیو په کابل کې د امریکا د سفارت یو سند افشا کړ چې پکې ویل شوي و چې په دې سفارت کې د دیپلوماتانو شمېر بې ضرورته زیات دی او پکار ده چې کم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *