خبریال: میرویس جلالزی- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکا په افغانستان کې خپلي موخي نه دي تر لاسه کړي او په دې برخه کې پاتي راغلي.
سرتاج عزیز په اسلام اباد کې وویل، امریکا په تیرو لسو کلونو کې خپلي موخي لکه د سولي د راتګ، د ترهګرو ماتول، او د افغنستان پرمختګ او ولسواکۍ حاکمول ول، نه دي تر لاسه کړي.
عزیز ویلي امریکا په تیرو څو کلونو کې په ناسمه جګړه کې په ناسمو میتودونو له ناسمو کسانو سره جګړه وکړه.
دغه پاکستاني مقام ویلي له ناسم کسانو سره یې د امریکا د جګړې څخه د وینا موخه دا ده چې امریکا په تیرو دیارلسو کلونو کې له هغو کسانو سره جګړه وکړه چې د پخواني شوروي پر وړاندي يي په خپله روزلي، سمبال کړي اوز یږولي ول.
سرتاج عزیر همدا راز پر امریکا نیوکه کړي چې د بي پیلوټه لوتو په بریدونو سره یي نه یوازي دا چې ترهګر و نه وژل بلکې په قبایلي سیمو کې یې د خپل ځان پر وړاندي د خپلو خواخوږو عوصه وپاروله.
د تاج په خبره چې امریکا اوس د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ملاتړ هم له لاسه ورکوي او دا کار به په سیمه کې د پخواني شوروي په څیر د یوه زر ځواک د ډوبیدو تجربه تکرار کړي.