تاند- امریکايي رسنۍ وايي چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د اتم پړاو خبرو له پای ته رسېدو سره په یو وخت په افغانستان کې امریکايی پوځیانو د طالبانو پر ضد عملیات درولي دي.
نیوزویک مجلې تېره شپه ناوخته راپور ورکړ، سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهايي موافقه لا لاسلیک شوې نه ده خو د پینتاګون (د امریکا دفاع وزارت) جګپوړو چارواکو ورته ویلي چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی چې د طالبانو پرضد تقریباً ټول عملیات ودروي او افغان امنیتي – دفاعي ځواکونو ته سلامشوره هم تم کړي.
نیوزویک د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په قول همداراز وايي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت غواړي چې له افغانستانه په لومړي ګام کې نژدې نیمايي پوځیان (۶۰۰۰) وباسي.
د نیوزویک پر اساس له افغانستانه د ایستل کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه کېدای شي په پرېکړه کې بدلون راشي ځکه چې د افغانستان روانې جګړې او د دې جګړې د پای ته رسېدا لپاره د سولې خبرو ته په کتو پرېکړه کېږي.
نیوزویک وايي چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د پینتاګون یوه جګپوړي چارواکي وویل، د ایستل کېدونکو ځواکونو شمېر ټاکل شوی خو کېدای شي هر ساعت په دې پرېکړه کې بدلون راوړل شي.
تر دې پخوا واشنګټن پوست او نورو امریکايي رسنیو د خپلو باوري سرچینو په قول ویلي وو چې امریکا به د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ ځواکونه له افغانستانه وباسي.
SALAM TO ALL AFGHANS;NOW START ONE NEW PHASE OF AFGHAN KILLING;
ONE SIDE OF GAME IS ISI+TALIBS = OTHER SIDE AFGHAN LAND KEEPING FORCE
NOW NEED MORE TO SUPPORT AFGHAN ARMY POLICE.
AFTER THIS NO MORE REASON FOR TALIBS.
FOR WHAT THEY WANT TO KILL AFGHANS BECAUSE WITH AMERIKA THEY DID PEACE.
.