تاند- امریکا پر افغان او بهرنیو پوځیانو د نفوذي عناصرو د حملو د مخنیوي لپاره د «ساتونکې پرښتې» په نوم یو پلان پیل کړی دی.

این بي سي نیوز له کندهار څخه په یوه راپور کې وویل، امریکايي پوځیانو د ساتونکو پرښتو پروګرام د جنوب په اډه کې د افغان او بهرنیو پوځیانو د ساتنې لپاره عملی کړی دی.

د افغان امنیتي ځواکونو په اډو کې په ځلونو پر بهرنیو روزونکو او پوځیانو د طالبانو د نفوذي کسانو له لوري بریدونه شوي دي.

د سږ کال په جون کې د افغانستان په شمال کې ۷ امریکايي پوځیان د یوه نفوذي عنصر په برید کې ژوبل شول، ورپسې د افغانستان په ختیځ کې ۳ امریکايي پوځیان په ورته برید کې ټپیان شول.

خو اوس چې د امریکايي پوځیانو او روزونکو شمېر زیات شوی، د دا ډول بریدونو د ډېرېدو امکان نور هم زیات شوی دی.

له دې ډول حملو سره د مقابلې لپاره د افغانستان په جنوب کې د ناټو نیمايي پوځیان کار کوي.

ادعا کېږي چې سږکال په افغانستان کې تراوسه پورې ۵۴ نفوذي حملې شوي دي. اکثره حملې پر افغان اردو او پولیسو شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د راپور پر اساس د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې پر امریکايي پوځیانو د نفوذي عناصرو ۶ حملې شوي چې ۳ تنه پکې وژل شوي او ۱‍۰ نور ژوبل دي.

دوی وايي چې دا ډول حملې نه یوازې د افغان او نړیوالو ځواکونو د مرګ ژوبلو سبب کېږي بلکې د ځواکونو په منځ کې بې باوري زیاتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *