تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون وايي، ولسمشر بارک اوباما تراوسه پوري په دې باب پرېکړه نه ده کړې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ځواکونو شمېر زیات کړي او که نه کړي.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر کارتر اشتن غواړي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو اوسني قوماندان ډګرجنرال جان نیکلسن ته وخت ورکړي چې د افغانستان د حالاتو جاج واخلي او بیا د ځواکونو د شمېر په اړه وړاندیزونه وکړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د پینتاګون ویندوی پیتر کوک پرون (سې شنبه) وویل:«پرېږدئ چې جنرال نکلسن ته موقع ورکړو چې سیمه ارزیابي کړي، او معلومه کړي چې ایا د ځواکونو په شمېر کې بدلون ته اړتیا شته او که نشته.»

نیکلسن، ژمنه کړې وه چې د قوماندې له ترلاسه کولو وروسته به په ۹۰ ورځو کې پرېکړه وکړي.

ده د مارچ په دوهمه نېټه په افغانستان کې د قاطع ماموریت قومانداني په لاس کې واخیسته.

له ټاکل شوي مهالوېش سره سم په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر باید له ۹۸۰۰ څخه د ۲۰۱۷ م کال تر جنورۍ پوري ۵۵۰۰ ته لږ شي.

خو د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره د کندوز ښار نیولو د امریکا د پوځي چارواکو اندېښنه زیاته کړه.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو جنګي ماموریت د ۲۰۱۴ م کال د دسمبر په پای کې بشپړ شو.

خو له کله چې د ناټو او امریکايي پوځیانو ماموریت پای ته رسېدلی، طالبانو جګړه لا پراخه کړې ده.

طالبان هڅه کوي چې له رامنځته شوې خلا څخه په استفادې زیاتې سیمې ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *