تاند- د امریکا متحد ایالتونه د یوه روسي، چې د طالبانو لپاره د جګړې په مهال نیول شوی دی او اوس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په اډه کې بندي دی، پر محاکمه کولو غور کوي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ ناوخته په یوه راپور کې وویل، د ولسمشر بارک اوباما حکومت غواړي چې د پوځي کمیسون په وسیله دا روسی محاکمه کړي.
د دغه روسي په اړه، چې ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول د هغه نوم ایریک حمید الله ښودلی دی، زیات معلومات نشته.
ویل شوي چې ایریک حمید الله په اتیایمه میلادي لسیزه کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له پوځیانو سره افغانستان ته راغلی و.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول لیکلي چې ایریک حمید الله د پنځوسو او شپېتو کلونو ترمنځ ښکاري او باور کېږي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال یې په افغانستان کې پر امریکايي پوځیانو په څو حملو کې لاس لرلی دی چې په نتیجه کې یې امریکايي پوځیان یا وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
نوموړی بګرام ته نژدې د امریکايي پوځیانو په پوځي توقیف ځای کې بندي دی.
د ورځپاڼې د راپور له مخې حمید الله په ۲۰۰۹ میلادي کال د افغانستان د حکومت پر یوې سرحدي پوستې د حملې په مهال له ټپي کېدو وروسته ونیول شو.
واشنګټن پوسټ وايي چې شاوخوا ۳۵ داسي بندیان شته چې د نورو هیوادونو اتباع دي.
دغه شان بهرنیان باید له نیولووروسته ډیرژر محکمه اوپه سخته سزا محکوم کړای شی دوی دجهاد ترنامه لاندی په افغانستان کی تریننګونه کوی که نه نو دا دجهاد ډګر یوازی افغانستان دی ؟ په نورو هیوادونوکی هم امریکاییان یا نور بهرنیان شته چی که دوی وغواړی په هغوی بریدونه کولای شی خوحال داچی دابی سرپوښه دیګ یوازی افغانستان دی چی هم پاکستانیان ،هم عربان اوهم دهرهیواد داسلام په نامه پټ جاسوسان دلته راځی او زمونږ په هیواد کی یی یوناتار خور کړی تردی مخکی هم امریکایی جاسوسان یادنوروهیوادونوپټ روزل شوی کسان داسلام په جامه کی دطالبانوپه پلوی جنګیدلی خوکله یی چی یی په اصطلاح هغه میشن پوره شوی اوبیرته تګ سره یی اسلام هم پری ایښی اویوازی خپله ورسپارل شوی دنده یی سرته رسولی ده