تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ وویل، د هغو نژدې ۱۰ زره امریکايي پوځیانو په منځ کې، چې دا هیواد یې د سږ کال له پای ته رسېدا وروسته په افغانستان کې پرېږدي، ۱۸۰۰ به تروریستي ضد عملیات کوي.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا پوځ وویل، نور هیوادونه به هم ممکن غواړي چې په افغانستان کې د تروریستي ضد عملیاتو لپاره پوځیان پرېږدي خو تراوسه پوري د مالي مسایلو په اړه پرېکړه نه ده شوې.
په افغانستان کې د اتلس سوه تروریستي ضد پوځیانو د پرېښودلو خبر په داسي وخت کې افشا شو چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو ځواکونو شمېر ۱۲ زرو ته د رسولو په برخه کې د متحدو هیوادونو د موافقې په ترلاسه کولو کې به کومه ستونزه نه وي.
دا پوځیان به د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د سږ کال له پای ته رسېدو وروسته به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي. دا پوځیان به د ۲۰۱۵ کال تر پایه په افغانستان کې وي. له ۲۰۱۵ وروسته به د هغو نیمايي د ۲۰۱۶ کال تر پایه په افغانستان کې حضور ته دوام ورکړي خو له ۲۰۱۶ وروسته به هیڅ امریکايي پوځي په دې هیواد کې پاتې نه شي.
د امریکا دفاع وزیر چک هېګل پرون په بروکسل کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د عملیاتي پلان د نهايي کولو غوښتنه وکړه.
«ما د ایساف د غړیو هیوادونو له دفاع وزیرانو سره په نننۍ غونډه کې په دې ټینګار وکړ چې زموږ متحدان او شریکان د افغانستان اوږدمهال امنیت او هغو تعهداتو ته ژمن دي چې دوه کاله پخوا د شیکاګو په سرمشریزه کې شوي وو.
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو مخکې لا ویلي چې دوه اړخیزه امنیتي موافقه او د ناټو د ځواکونو د وضعیت موافقه به لاسلیک کړي. اوس موږ باید د بشپړ ملاتړ لپاره عملیاتي پلان نهايي کړو او د ځواکونو د ونډې د ورکولو ژمنه په ځای کړو.»
د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډنفرډ وویل:«حاضردمه د ۱۲ زره ځواکونو د پاتې کېدو په برخه کې هیڅ راز اندېښنه نه لرم.»
پر امریکا سربېره ایټالیا، جرمني او ترکیې ویلي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو لپاره به یو شمېر پوځیان پرېږدي.
د ناټو د عمومي قومندان په وینا راتلونکی کال به امریکايي پوځیان د افغانستان په جنوب او ختیځ کې وي، ایټالیايي پوځیان به په په لوېدیځ کې، جرمني پوځیان به په شمال او ترک پوځیان به په کابل کې دېره وي.