تاند- د امریکا د مالیې وزارت د القاعده شبکې پر ۳ غړیو، چې په ایران کې اوسي، بندیزونه ولګول.
د دغه وزارت په وینا د القاعده دا ۳ غړي د اسیا په جنوب او منځني ختیځ کې د پیسو لېږلو او له یو ځای بل ته د القاعده د غړیو د لېږلو مسوولیت لري.
دا درې تنه، چې امکریکا پرې بندیزونه لګولي، محمد العمري خالدي، محمد ابراهیم بیومي او ابوبکر محمد قومین نومېږي.
دا کسان له دې سره سره د ایران د استخباراتي ادارې او سپاه تر سیوري لاندې په دغه هیواد ک اوسي، چې شیعه ایران پخوا د القاعده سلفي ډله خپله لومړۍ درجه دښمنه بلله خو اوس یې ملي ګټې تقاضا کوي چې دا سرسخته عقیدوي دښمن وپالي.
پخوا په راپورونو کې ویل شوي و چې د بن لادن یو زوی او د القاعده شبکې یو شمېر نور مشران هم په ایران کې اوسي.
د امریکا د مالیې وزارت وايي، امریکايي اتباع اجازه نه لري چې له دغو کسانو سره راکړه ورکړه وکړي او د متحدو ایالتونو حکومت هم ځان ته حق ورکوي چې د درې واړو شتمني مصادره کړي.
امریکا وايي چې د القاعده دغو درو غړیو د خپلې ډلې د څو نورو غړیو د خلاصون لپاره هلې ځلې کړي دي. ویل کېږي چې د القاعده څو غړي د ایران حکومت نیولي دي.