تاند- پینتاګون په ۲۰۱۵ میلادي کال کې چې اکثره امریکايي پوځیان به له افغانستانه وتلي وي، د دغه هیواد د جګړې لپاره ۷۹ اعشاریه ۴ ملیارد ډالره بودجه غوښتې ده.
دا تر اوسنۍ بودجې څه باندې شپږ ملیارد ډالره لږه ده.
امریکايي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې له هیواده بهر بلوا ضد بودجه د پینتاګون له اصلي بودجې بېله ده او دا بودجه په افغانستان او نورو سیمو کې پر تروریستي ضد عملیاتو لګول کېږي.
د اوباما له واک ته رسېدو وروسته د ده مرستیال او نورو چارواکو ویلي و چې د جګړې لګښتونه به بېرته پینتاګون ته راوګرځوي.
خو د امریکا د دفاع وزارت په بودجه کې، چې د سې شنبې په ورځ اعلان شوه، د ۲۰۱۵ کال لپاره جنګي بودجه تقریباً هماغه اندازه په پام کې نیول شوې چې اوس ده.
سږکال له امریکا دباندې د دغه هیواد دفاعي بودجه (۸۵) اعشاریه (۲) ملیارد ډالره ده.
حاضردمه په افغانستان کې ۳۳ زره اووه سوه امریکايی پوځیان مېشت دي او یو شمېر به یې د سږ کال تر دسمبره پوري بېرته امریکا ته لاړ شي.
د اوباما حکومت هیله لري چې لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي. اوباما نه غواړي چې د پاتې کېدونکو امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زرو زیات وي.