حمیدالله فیضي
په افغانستان کې د امریکا د جګړې شپږ زره ورځې بشپړې شوې او دا د امریکایې ځواکونو لپاره تر ټولو اوږده جګړه ګڼل کیږي، چې پایلې نه دي څرګندې شوي . د اولسو کلونو په تېرېدو سره لاهم افغانان په یوه ګنګ حالت کې ژوند کوي، لاهم جګړې پای نه دی موندلای، لاهم له افغانستان څخه ځوانان د وتلو په هڅه کې دي، لاهم ګاونډیو هېوادونو څخه ګډوال افغانستان ته د راتلو زړه نه ښه کوي، لاهم افغانستان د نړۍ د نا امنه هېوادونو په کتار کې ولاړ دی، لاهم جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، لاهم په افغانستان کې د مرګ ژوبلې خبرونه د خبري سرویسونو لومړی خبر وي، لاهم له مرګ ژوبلې پرته خبر اغیز نه لري، لاهم نظامي او ملکي تلفات د نړۍ د هېوادونو په پرتله څو چنده زیات دي، لاهم د نا امنۍ له امله افغانستان د نړۍ د تریاکو د تولیدوونکو لومړی هېواد دی، لاهم افغانستان د اداري فساد ککړو هېوادونو په لومړي کتار کې ولاړ دی، لاهم هره ورځ میندې خپل خاوندان له لاسه ورکوي، لاهم خویندې بې وروره کیږي، لاهم امنیتي ځواکونه د قربانۍ لپاره روزل کیږي، لاهم د زوګړې پرمهال د میندو مرګ ژوبلې کچه لوړه ده، لاهم افغانستان کې جنایي جرمونه په لوړ ځای کې دي او لاهم افغانستان تلپاتې سولې، ټیکاو او امنیت ته نه دی رسیدلای.
اوس بیا ویل کیږي چې امریکا متحده ایالتونه هوډ لري چې افغانستان ته نور سرتیرې راولیږي او د جګړې د مهار کولو لپاره پریکنده پریکړې وکړي. افغانستان د تلپاتې سولې په هېله له ۲۰۰۱ کال څخه راهیسې له سل زرو څخه د ډیرو کسانو مرګ ژوبله زغملې او د نړیوالو ځواکونو مرګ ژوبله هم زرګونو ته رسیدلې خو بیا هم امنیت نشته.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې د افغانستان سوله په پاکستان کې د ترهګرو له ځالو سره نیغ په نیغه اړیکه لري، تر هغه چې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې او روزن ځایونه ختم نشي په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات راوستل ناشونې دي. که څه هم اوس ورخ اوبو وړی، خو اوس افغانان هېله لري چې امریکا متحده ایالتونه به افغانستان تلپاتې سوله او ټیکاو راولي او افغانان به د هوسا ژوند خاوندان شي.
د افغانستان د دفاع وزارت په اند په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د جګړې له ارزونې پرته د بهرنیو سرتېرو وتل او په پاکستان کې باندې باور کول چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکیل دی، د دې لامل شو چې افغانستان له داسې اوږدې جګړې سره مخ شي.
د امریکایې د یوه مبصر د څیړنې له مخې چې د افغانستان جګړه د دوشنبې په ورځ خپلې ۶ زرمې ورځې ته ورسیده او د امریکا په تاریخ کې دا اوږده جګړه بلل شوې ده د امریکا له شاوخوا یو ټرېلیون ډالره لګښت او ۲۳۰۰ سرتېرو په وژل کیدو سره لاهم د دې جګړې پای ته نه دی نږدي شوی او یاهم د دې جګړې د پای لپاره تابیا نه ده نیول شوې چې ختمه شي.
په افغانستان کې د ځواکونو په زیاتېدلو سره باید د امریکا متحده ایالتونو پر اوسنۍ ستراتیژۍ بیا کتنه وشی. داسې ستراتیژي چې تر ډېره امریکايي ځواکونه پکې د سلاکارۍ رول لري او له مخې یې یواځې امریکايي کومانډویان هغه وخت جګړې ته ور ودانګۍ چې له برید سره مخ شي، نور ټول تمرکز باید پر پاکستان وي. اوس څرګنده شوه چې د افغانستان د جګړې ټوله ستونزه پاکستان دی او ترهغه چې امریکا متحده ایالات د پاکستان په اړه پرېکنده پریکړه ونه کړي په افغانستان کې د ترهګرۍ د جګړې لمن ټولیدا ستونزمنه خبره ده.
له تېرو څو کلونو را هېسې مو که فکر کړی وي په پاکستان کې د طالب مشرانو د پټ ترور، نيول کيدو او يا په يو او بل نوم د وژل کيدو پيښې ډيرې شوي دي. کله چې د وسله والو طالبانو ځینې مشرانو چې غوښتي له افغان حکومت سره نږدې شي د پاکستان حکومت یې په بېلابېلو برخو کې ونيسي او بیا ژوند ته دپای ټکی کیږدي. کله چې طالبانو هوډ وکړ چې په افغانستان د سولې او ثبات لپاره کار کوي، په پيښور کې د طالبانو يو شمېر مشران ترور شول او آی اس ای خپله پالیسي تغیر کړه او ژر یې پریکړه وکړه چې سوله د دوی د لنډ مهاله ګټو په پلوۍ نه ده. نو لدې امله امریکا هم د پاکستان پر پله پل کیښود او د پاکستان د شیطاني کړنو پر وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښود.
خو اوس څرګنده خبره ده چې وسله وال طالبان هم په داسې یوې حلقه کې بند دي چې نشي کولای د سولې پړاو ته ور ودانګي، ځکه د دوی دفترونه او د دوی کورونه د پاکستان په خاوره کې د ای اس آی تر څار لاندې دي او د دوی د کورنیو په ګواښلو سره وسله وال طالبان اړ کوي چې د پاکستان په خوله وغږیږي.
کله چې پاکستان په دې پوه شو چې وسله وال طالبان ورځ تر بلې کمزورې کیږي د پاکستان د تحریک طالبان ډله یې ټوله داعش ته جذب کړه او د افغانستان خاورې ته یې له افغان زمریالیو سره جګړې ته را ولیږله اوس چې د داعش ډیرۍ کسان نیول کیږي او یا هم وژل کیږي د تحریک طالبان پاکستان پورې اړوند دي.
اوس طالبانو هم پکار ده چې په سیمه ایزه کچه دجنګي مسولینو د پوهولو او ويښيدا په خاطر لاس په کار شي، ځکه په افغانستان کې د منلو شویو ديني علماوو او طالب مشرانو ترور د داعش ډله د پاکستان په خوښه کوي. طالبان هم تقريبا څلور ډلې شوي دي چې يوه يي د ملارسول انشعابي ډله ده، بله ډله د کوټې شورا ده او دوه نورې ډلې د حقاني شبکې پورې اړوندې دي چې يوه يی د اسلامي امارت تر شته چتر لاندې فعاليت کوي او بله يي بیا د پاکستان څخه هدایت اخلي او داعشي هويت يي ځان ته خپل کړی دی.
دمګړۍ شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې، تجهیز او هغوی ته په سلا مشورو ورکولو بوخت دي چې طالب بغاوت، داعش جګړه ماران او نور ترهګر وځپي، خو د بهرنیو ځواکونو زیاتیدا هم نشي کولای چې افغانستان ته سوله راولي ځکه دا پروسه هم یو وار آزمایل شوې ده. امریکا متحده ایالات باید خپل لوری او خپله تګ لاره معلومه کړي چې واقعا غواړي په افغانستان کې سولې او ټیکاو ته کار وکړي او که غواړي پاکستان ته اجازه ورکړي چې په افغانستان او سیمه کې جګړه اوږده کړي، ځکه په افغانستان د وسله والو ډلو پروړاندې جګړه هیڅ ارزښت نه لري، تر هغه چې امریکا متحده ایالات د وسله والو ډلو ریښې په پاکستان کې وچې نه کړي.