تاند- د امریکا هوايي ځواک په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش د سختدریځې دلې د ځپلو لپاره د شنبې په ورځ سیمې ته B52 الوتکې ولېږلې.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک چارواکي وايي، دا الوتکې، چې د داعش خلاف د جګړې لپاره قطر ته ورسېدې، د ۲۰۰۶ م کال په مې کې د افغانستان د جګړې لپاره په سعودي عربستان کې ځای پر ځای وې.
د امریکا د هوايي ځواک مرکزي قوماندان برید جنرال چارلس براون وویل:«بي دوه پنځوس به ايتلاف ته د خوښې وړ هوايي قوت او دقت مهیا کړي.»
بي دوه پنځوس الوتکې د امریکا د لېري واټن لومړنۍ الوتکې دي چې درانه بمونه لېږدوي او د کلونو په تېرېدو د اتومي بم د وړلو جوګه شوي دي.
دا الوتکې د ویتنام په جګړه کې او دغه راز په ۱۹۹۱ کې د خلیج په جنګ او وروسته د افغانستان په جګړه کې کارول شوي دي.
په افغانستان کې د دوه زره لومړي په وروستیو کې د بي دوه پنځوس کارپټ بمبارۍ د طالبانو ملا ماته کړه.
فرانس پریس وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې په سوریه او عراق کې د داعش د ځپلو لپاره قطر ته څو بي دوه پنځوس الوتکې استول شوي دي.
ههههههه
بي دوه پنځوس ډوله الوتکو دطالبانو ملا ماته کړه؟
ځکه یې طالبان دافغانستان څخه وشړل؟
دخدائ.ج.کمعقلو؛ تاسو اوس هم داعقیده لرۍ؟
دبي۵۲ ډوله الوتکو زور مونږه کتلی دتشریح یې حاجت نسته’
په خدائ که یې هیڅ هم کړي