تاند- د امریکا ولسمشر په سیمه کې امریکايي قوماندانانو ته واک ورکړی چې د افغانستان او پاکستان په هره برخه کې د تروریستانو پر مرکزونو بریدونه کولی شي.

د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه د سپینې ماڼۍ له یوې خبرپاڼې سره سم، له افراطي تفکر او د امریکا د ملي ګټو له ګواښونکو ترهګرو ډلو سره مبارزه د ولسمشر ټرمپ د حکومت د  لومړیتوبونو د لیست په سر کې ده.

له بلې خوا یوه امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي چې امریکا به د پاکستان اعتراضونو ته له پامه پرته د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پر خوندي پناهځایونو بریدونو ته دوام ورکړي.

دغه چارواکي، چې رسنیو یې نوم نه دی څرګند کړی، همداراز ویلي، تر هغو چې پاکستان د تروریستي ډلو ترمنځ د توپیر نه کولو په اړه امریکا ته ډاډ نه وي ورکړی، د دغه هیواد په خاوره کې به د تروریستانو پر مرکزونو بریدونو ته دوام ورکوي.

پاکستان د تروریستانو ترمنځ توپیر کوي، وايي چې افغان طالبان ښه او پاکستاني طالبان بد دي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا حکومت خپلو قوماندانانو ته بشپړ واک ورکوي چې د افغانستان له پولو دباندې هم عملیات وکړي.

تر دې وړاندې د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو حملو ته له یوې اوږدې پروسې وروسته اجازه ورکول کېده.

ویل شوي چې له دې وروسته به د پاکستان په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې شي.

په تېره جنورۍ میاشت کې په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې پر مرکزونو دوې حملې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *