محمد شریف افغانمل
واشنګټن د لابیګرۍ ځای دی. هر هېواد خپلو سیاستونو ته په امریکا کې د بازار موندو لپاره غښتلي او زرنګ ډیپلوماتان ور استوي. دوی هلته د خپلو هېوادونو تګلارې، ستراتېژۍ او په ځانګړي ډول په لویو پروژو او ماموریتونو کې د مرستو او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره لابي کوي. هېوادونه د امریکا په قانوني او تصمیم نیوونکو مرجعو کې د خپلې خوښې وړ کسان لټوي، د ملاتړ لپاره پیسې ورکوي، په ټاکنو کې د خپلې خوښې وړ نوماندانو سره ډيل کوي او له مالي امکاناتو نیولې په سیاسي سټېجونو تر مطرح کولو پورې، په هره برخه کې ورته اسانتیاوې برابروي.
په فکري مرکزونو او تصمیم نیوونکو ډېری دغو مرجعو کې پاکستان د خپلو سیاستونو لپاره لابیګران موندلي او هر کال ورته میلیونونه ډالر بودجه جلا کوي. دا نو د چینلونو ترمنځ د چینل جوړول دي.
د پاکستان د ترهګرۍ پاللو او خورولو سیاست هماغومره چې په امریکا کې منتقدین لري، لابيګري او پلویان هم لري او له همدې وجې دی، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته دې هېواد له امریکا میلیاردونه ډالره مرسته ترلاسه کړې ده او هر ځل په ترهګرۍ ضد جګړه کې د ترهګرۍ د یوه لوی قرباني په نوم منعکس شوی دی.
په جمهوريت غوښتونکو او ډیموکراتانو دواړو ډلو کې که منتقدین لري، پلویان او لابیګري یې هم پیدا کړي او ددې دویمې ډلې نسبي نرمښت تل پاکستان ته کړکۍ پرانیستې ساتلې او همدلته ده، چې پاکستان په آسیا کې د امریکا د تر ټولو مهم شریک ټول امتیازات ترلاسه کوي.
د آسیا د زړه او څلور لارې په توګه دغه چانس څلوېښت کلنو جګړو او کمزورو حکومتونو له افغانستان څخه اخیستی دی او تر هغه وړاندې او وروسته امریکا ضد روزل شویو افکارو هم دغه پُل لړزانده کړی دی.
امریکا ته د عمران تر سفر وړاندې په دې هېواد کې د ای ایس ای د لابیګرۍ فعالو چینلونو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د لوی قرباني په توګه د (نیا پاکستان) د قربانۍ ساندې زمزمه کړې او د لابیګرۍ تېرو تجربو ته په کتو ښایي پاکستان یو وار بیا هم په دې ګېم کې بریالی وخېژي او د پوځ په ریموټ کنټرولېدونکی عمران خان به له امریکا د نویو مرستو چکونه له ځان سره اسلام آباد ته یوسي.
په امریکا کې ددې لابیګرۍ د کامیابۍ یوه بېلګه له صحنې د لشکر طیبه د مشر حافظ سعید اېستل دي، چې د ډونالډ ټرمپ له لوري یې هرکلی وشو. هماغه ډونالډ ټرمپ او هماغه امریکا څنګه د پاکستان په تکراري اقداماتو او نمایشونو تېر وځي، چې د نارښتینې مبارزې له وجې یې پرې کلنۍ ښکاره او پټې مرستې ودرولې؟
جګړه هماغسې روانه ده، د ترهګرۍ روزلو ټول چینلونه فعال دي او د سولې په نوم د طالب د څپرکي تر تړلو وروسته د تاوتریخوالي کچې راکمېدو هېڅ عملي تضمین نشته، خو ډونالډ ټرمپ په ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د نمایشي اقداماتو هرکلی کوي او خوښي څرګندوي.
په سُراب پسې روانه امریکا د پاکستان د همدې فعالې لابیګرۍ له امله هر ځل تېروتې او هر ځل یې په بدل کې پاکستان پرېمانه امتیازات اخیستي دي. له امریکا سره د مذاکراتو مېز ته د طالبانو راوستل او په افغان سوله کې راتلونکو اقداماتو ته د هغوی هڅول هغه موارد دي، چې د همدې لابیګرۍ له وجې د پاکستان او امریکا ترمنځ سړې اړیکې پرې تودېږي.
د افغان جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا لېوالتیا او په افغانستان کې د سولې لپاره د حکومت مطرح شوی چوکاټ ددې موضوع نور اړخونه دي، خو په دې لیکنه کې یوازې په امریکایي سیاست او پرېکړو کې د پاکستان د لابیګرۍ پر فعالو چینلونو خبرې کېږي، چې په مرسته یې د ګړنګ پر غاړه ولاړ پاکستان نوې ساه اخلي.
ددې لیکنې مقصد دا دی، چې د لابیګرۍ په هېواد کې د خپلو پروژو لپاره د ملاتړو او ډونرانو موندل اوږده او پېچلې لار ده، خو د یوې فعالې دستګاه له لارې ناشونې نه ده.
زموږ د معلوماتو له مخې افغانستان هم دغه چینل پرانیستی، خو د ریښو د قوي کولو لپاره یې لا زیات زحمت او کار ته اړتیا ده. د امریکا په نبض پوه او د ډيپلوماسۍ غښتلې دستګاه به په اوږد مهال کې ددې هدف لپاره مبارزه کوي، خو که سمدستي د پاکستان ددې لابیګرۍبازار هم سوړ کړي، نو لوی کار به شوی وي.