تاند- د امریکا دفاع وزارت یوه نوې وسله افغانستان ته لېږي چې پر اوږه اېښودل کېږي او د دېوال، ونې یا ډبرې شاته پټ دښمن له منځه وړلی شي.
د امریکا نشنل انټرسټ خپرونې د دوشنبې په ورځ د دې وسلې په اړه په یوه راپور کې وویل چې دفاع وزارت په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته دا ډول تر زرو زیاتې وسلې لېږي.
دا وسله، چې د (M3) وسلې پرمختللې بڼه ده، څو ډوله استفاده ورڅخه کېدای شي، د زغرې ضد ده، د پرسونل ضد وسلې سیستم لري، بیا بیا کارول کېږي او له اوږې څخه ویشتل کېږي.
نشنل انترسټ وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځ د وسله والو یاغیانو د ار پي جي یا راکټونو او نورو وسلو په وړاندې دا وسله غوښتې ده.
دا وسله، چې (M3E1) نومېږي، د افغانستان لپاره په ځانګړي ډول پکې تغییرات راوستل شوي دي؛ نه یوازې سپکه ده، بلکې تر مخکینیو یا موجودو (M3) دوه نیم اینچه لنډه هم ده.
په دې وسله په یو وخت پر له پسې ډزې کېدای شي.
دا وسله له پوځیانو سره په شپه کې هم د هدف په موندلو کې مرسته کوي.
وروسته له دې چې وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره له خبرو او پخلاینې انکار وکړ او پاکستان هم له خپلې خاورې د طالبانو د مرکزونو د بندولو یا خبرو ته د طالبانو په حاضرولو کې همکارۍ ته چمتووالی ونه ښود، داسې ښکاري چې امریکا په افغانستان کې جګړې ته شدت ورکوي.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل چې که طالبان جنګ بند کړي امریکا خپل پوځیان له افغانستانه باسي خو که طالبان فکر کوي چې په جګړې به هدف ته ورسېږي، امریکا به هیڅکله په افغانستان کې خپل حضور پای ته ونه رسوي. طالبانو د ټیلرسن د څرګندونو په وړاندې عکس العمل ښکاره نه کړ.