Amphiuma
ذوحیاتین یا دوه ژاکې ده. په انګرېزۍ کې ورته (Congo eel, or Congo snake) نومونه هم اخلي، د شمالي امریکا درې ډوله لټکې (salamander) دي، د امفیومیدای کورنۍ (family Amphiumidae) غړې او په کوداتا ډله (order Caudata) کې شاملې دي. نه ښکارېدونکې پښې لري او له همدې امله ډېر خلک پرې د مار یا مارکب ګمان کوي. بدن یې خړ او نصواري رنګونه لري او لاندې برخه یې زېړ ته ورته رنګ لري. په ډنډونو کې ژوند کوي. کلکې زامې یا ژامې لري، تېره غاښونه او ډېره کلکه خوله لګولی شي. خواړه یې کرې چنګاښ، حلزون او نور واړه ژوي دي. د القاح سیستم یې داخلي ده او په یو ځل له ۴۰ تر ۳۵۰ پورې هګۍ کوي.