املا په ادبي اصطلاح کې د کلمې د ليکلو طريقې او سم ليکلو ته وايي يا په بله وينا، خپلې يا د بل خبرې په صحيح ډول ليکلو ته وايي. په املا کې څه چې ليکل کېږي، هغه بايد د صحيح تلفظ له مخې وليکل شي، د الفاظو په ليکلو کې بايد د ژبې د ګرامر (صرف او نحوې) د اصولو مراعات وشي، د کلمې او جملې له اشتباه او ابهام څخه د ژغورنې له پاره دا ښه بلل شوې ده، چې له ليک نښو څخه کار واخيستل شي. انشاء بيا په ادبي اصطلاح کې يو نوى فکر او نوى خيال په ښو الفاظو کې د ژبې له قانون سره سم په اغېزمن ډول څرګندولو ته وايي.
له دې وراخوا، کله چې يو متن کښل کېږي، هغه بياکتنې، سمون او ايډېټ ته اړتيا لري. د متنونو ايډيټ او سمون له هغو چارو څخه دى، چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې معمول دى او ايډيټر يا د يوه متن سموونکي ته د ليکوال يا ژباړونکي په څېر د قدر په سترګه کتل کېږي، خو له بده مرغه، زموږ په هېواد کې لا دغې پديدې واقعي او رښتينى ځاى نه دى خپل کړى، چې دا کار بېلابېل عوامل لري:
يو دا چې، زياتره ليکوال يا ژباړونکي په دې باور دي، چې په ليکلو کې به يې ستونزه نه وي او يا دا چې، د خپل نوم ترڅنګ د ايډيټر د نوم راوړل به ورته د خپل مقام راکمول برېښي.
بله دا چې، ځينې خپرندويان يو ناايډيټ شوى کار چاپوي او چمتو نه دي، چې دا کار چاته وسپاري، سره له دې چې، معمولاً په نورو هېوادونو کې ټول ناشران د خپلو چاپ شويو کتابونو د ايډيټرانو او ادبي سلاکارانو له نومونو څخه ګټه اخلي، ځکه کله چې يو کتاب کوم تکړه ايډېټر سم کړى او ايډېټ کړى وي، نو پر کتاب د هغه نوم راوستل، د کتاب د لا ډېر پلور په برخه کې مرستندوى ګرځي.
له دې وراخوا، کله چې يو ليکوال اثر وليکي، په ځانګړي ډول، کله يې چې لومړى اثر وي، نو چاپ ته يې دومره وارخطا وي، چې د اثر املا او انشاء ته يې هېڅ پام نه وي، هدف يې يواځې همدا وي، چې کتاب يې ژر چاپ شي.
څلورم دا چې، زموږ يو شمېر ليکوال چې کله يو متن کمپوز کړي، نو پرته له دې چې سافټ کاپي يې ايډېټ کړي، په کمپيوټر کې يې هارډ کاپي ايډېټ کوي، چې د تجربې له مخې، په دې ډول ايډېټ کې د متن املايي تېروتنې هرومرو لږو ډېرې پاتې کېږي.
ايډيټ د تأليف او ترجمې د کار د پرمختګ لپاره ډېر رغوونکى رول لري؛ ايډيټر نه يواځې دا چې د ليکوال يا ژباړونکي کار د ګرامر او د ليکنې د اصولو له نظره همغږى کوي، بلکې ستونزې او نيمګړتياوې يې لرې کوي او يو پاک او صفا متن وړاندې کوي. ايډيټر معمولاً ليکنه له زوايدو پاکوي او په داسې ډول يې برابروي، چې لوستونکى يې په ډېرې اسانۍ سره وويلى شي او له لوستلو نه يې خوښي ښکاره کړي.
دې ته په پاملرنې سره، چې اوسمهال زموږ په هېواد کې د کتابونو د چاپ بهير ګړندى شوى، خو ايډيټ يا د متن اصلاح او سمون ته لازمه پاملرنه، نه کېږي او نه هم ورسره زياتره ليکوال، ژباړونکي او ناشران ډېره لېوالتيا لري. داسې ډېر مهم، ارزښتمن او د مأخذ وړ آثار شته، چې کله يې څوک لولي، نو د چاپي تېروتنو او املايي ستونزو له کبله د لوستونکي مطالعه ټکنۍ کوي او د مطالعې له خوند او سمې استفادې څخه يې وباسي. په دې برخه کې د ليکوال، ايډېټر او ناشر ترمنځ يو درې اړخيز قرارداد رامنځ ته کول په کار دي.
نو د دې له پاره چې دا نيمګړتيا لرې شي، هيله ده، دې برخې ته ټول، په ځانګړي ډول علمي او اکاډميک، تحصيلي او تعليمي مؤسسات ډېره پاملرنه وکړي. په دې برخه کې د پوهنې وزارت ته خاصه سپارښتنه کوم چې د نصاب اړوند کتابونه له ډېر دقت، کره توب او سموالي وروسته خپاره او چاپ کړي. دا اوسمهال د پوهنې وزارت اړوند د نصاب اړوند کتابونه د املا او انشاء په برخه کې ډېرې ستونزې لري.
کله چې يو کتاب چاپېږي، نو لومړى خو بايد دې ته لومړيتوب ورکړل شي، چې په داسې يوه مسلکي کمپوزر هغه کمپوز شي، چې په دې برخه کې پوره مهارت ولري.
کله چې کمپوزر ليکوال يا ژباړونکي ته پروف ورکوي، نو په ډېر غور سره دې دوه يا درې ځلې وګوري، املايي غلطۍ دې يې سمې کړي.
په دې سربېره ليکوال يا ژباړونکى دې په خپل ايډيت بسنه نه کوي، بلکې يوه بل کس (کاپي ايډېټر) ته دې اثر ورکړي، څو يې هغه هم له نظره تېر کړي او پاتې شوې املايي او انشايي تېروتنې يې سمې کړي.
په ايډېټ کې بايد هرې کلمې ته بشپړه پاملرنه وشي، په ځانګړي ډول د شمېرو، کلونو او اشخاصو نومونو ته دې ډېر دقت وشي.
له چاپي، موقوتو او غير موقوتو خپرونو وراخوا، نن سبا د افغانستان بېلابېلې ژبې په پراخه کچه انټرنټ ته هم ننوتلې، ګڼې پښتو او په نورو ژبو وېبپاڼې رامنځ ته شوې، چې دا د ژبو له پاره يو مثبت ګام دى، خو اندېښمنوونکې دا ده، چې په زياترو هغو کې ليکنې بې له ايډيټ څخه خپرېږي. هيله ده، د وېبپاڼو مسوولين لومړى ورلېږل شوې مقاله ښه ايډېټ کړي او بيا يې خپره کړي.
سره له دې چې پښتو ژبه اوسمهال يو نسبتاً منل شوى معيار لري، خو که د يوه ټولمنلي معيار په شتون کې لا هم يو څه ستونزې وي، دا خو د هر ليکوال په وس کې شته، چې څه ليکي، په هغه کې له املايي تېروتنو ډډه وکړي او په بيا – بيا کتلو په کې نيمګړتيا پرې نه ږدي. له بده مرغه، ځينې ليکوال په دې برخه کې ډېر بې پروا دي او دا ژبې او په خپله ليکوال ته ډېره تاواني خبره ده.
که چېرې پورتني پړاوونه د هر کتاب له چاپ مخکې په پام کې ونيول شي، نو پوره باور دى چې زموږ کتابونه به ډېره کمه املايي غلطي ولري. خو دا يادونه اړينه برېښي، چې موږ اوسمهال ځينې داسې آثار هم لرو، چې املايي غلطۍ په کې ډېرې کمې ليدل کېږي او يا په نشت حساب دي، فکر کېږي، چې د هغو ليکوالو به د خپل اثر په کره کولو کې، له پورته يادو شويو او ځينو نورو پړاوونو څخه په يو نه يو ډول استفاده کړې وي.
په دې هيله چې يو وخت، زموږ کتابونه او چاپي رسنۍاملايي او انشايي ګډوډۍ، تېروتنې او غلطۍ ونه لري.