خبریال: میرویس جلالزی – د بښني نړیوال سازمان له وسله والو طالبانو اوافغان حکومت څخه غوښتي چې په کندوز ولایت کې د جګړې پر مهال د ولسي خلکو امنیت ته جدي پام وکړي.
کندوز ښار د دوشنبې په ورځ د وسله والو طالبانو لاس ته ولویده.
ویل کیږي چې طالبانو په کندوز کې یو شمیر دولتي ودانۍ سوځولي او له خلکو یې غوښتي چې د دوی ملاتړ وکړي.
د بښني نړیوال سازمان Amnesty International په یوه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ماښام خپره شوي ویلي: طالبان او افغان حکومت باید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د ملکي خلکو او ملکي اهدافو ساتنه وکړي. په دغه سازمان کې د افغانستان د برخې څیړونکي حوریې مصدق ویلي طالبان تر دې دمخه هم په خپلو جګړو کې ډیر زیان ولسي خلکو ته اړولی او دا ځل نه یوازي طالبان بلکې د جګړې ټولې ښکیلې غاړې باید د ولسي خلکو ساتنه وکړي.
میرمن مصدق ویلي چې طالبان باید د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو، ملکي خلکو او نورو انسانانو د ژوند سخت خیال وساتي او پر هغوی له مستقیمو بریدونو ډډه وکړي.
په همدې حال کې په کندز کې د میشتو خبریالانو د خوندي توب په اړه هم اندیښني را ولاړي شوي دي.
په کابل کې د خبریالانو د ملاتړ ټولنو له طالبانو او حکومتي سرتیرو غوښتي چې په کندوز ښار کې د خبریالانو خوندي توب ته پام وکړي.
په همدې حال کې عیني شاهدان وايي چې طالبانو د روشني په نامه یوه خپرنیزه اداره سوځولې ده.
د دغه رپوټ تر چمتو کیدو پوري چې د افغانستان په وخت د دوشنبې ورځي د ماښام اته نیمي بجي وي د کندوز ښار د طالبانو په لاس کې وو.