تاند، دوشنبه، د چنګاښ ۳۱مه: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد چې افغانستان ته په سفر راغلې ده وايي، نړیواله ټولنه له هغې سولې ملاتړ کوي چې ټولمنلې وي او د ښځو په شمول ټول افغانان په کې برخه ولري.

نوموړې نیوکه کړې چې د سولې روانه پروسه کې ښځې، د جګړې قربانیان او افغانان ونډه نه لري: (( اندېښنې شته چې سوله کې ټول لوري شریک نه دي، که ښځې په کې نه وي نتیجه به هم ور نه کړي، هغوی چې د سولې ناستو کې ګډون کوي، په اړه یې پوښتنې شته چې ایا دوی رښتیا هم د افغانانو استازي دي؟))

امنه محمد دغه راز په خپله نیټه د ولسمشریزو ټاکنو په ترسراوي هم ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دې پروسه کې باید ټول په ګډه برخه واخلي او روڼتیا یې هم تضمین شي: (( سوله او ټاکنې دوه بیلې موضوعګانې دي، باید دواړه په احتیاط وپالل شي. ټاکنې دې په خپل وخت وشي سوله پر خپل وخت))

امنه محمد چې له دوه ورځو راهیسې افغانستان کې ده تر دې دمه یې د ولسمشر غني په ګډون ګڼو حکومتي مشرانو سره خبرې کړي او د سولې د پیچلې موضوع په ښه شکل سره د اواري برخه کې يې تاکید کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *