محمدابراهيم سپېڅلى، کندهار

د ټاکنو پايلې معلومي سوې، ولسمشر لوړه وکړه او د امريکايانو د زړه ارمان (امنيتي تړون) هم لاسليک سو، ليکن لا تراوسه په هيواد کي حالاتو ښکاره بدلون نه دى کړى.

پر کونړ د پاکستان توغنديزبريدونه، د وسله والو مخالفانو ځان وژونکي او بمي حملې، د ناټو هوايي بريدونه ،وزګارتيا، د خوراکي او غيري خوراکي توکو لوړي بيې، په فساد لړلو کسانو پر څوکۍ ناسته او نوري ناخوالي هغه څه دي، چي افغان ولس ورته ګوته نيسي.

افغان ولس وايي، نور يې انتظار اوږد او حيران دي، چي څه لا بايد وسي، ترڅو په هيواد کي سته ستونزي له منځه ولاړي سي؟

د يادو ناخوالو په روانه لړۍ کي ترټولو زيات تاوان ولسي خلکو ته رسيږي، چي روښانه بېلګه يې د په تيره اوونۍ کي ناټو په هوايي بريد کي د ٧ ملکي پکتياوالو، چي يو نهه کلن کوچنى هم پکښي شامل و، وژل کېدل دي.

د باندنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کي له تيرو ١٤ کالو راهيسي بې ګناه هيوادوال وژل کيږي، مخکني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه څو ځله اوښکي توى کړى، خو ګټه يې نه ده کړې، ځکه نړيوال ځواکونه د ملکي وګړو په وژنه يا بخښنه غواړي ياهم په سپين سترګۍ وايي : (ددولت مخالفان(!) مو وژلي دي.)

د ولسي خلکو په خبره تيرڅوارلس کاله، چي بهرنيو ځواکونو په هوايي حملو کي ولسي خلک وژل ښايي د امنيتي تړون د لاسليک هيله يې درلوده، خواوس څه غواړي، چي لا هغسي بريدونه کوي؟

د اشرف غني په مشرۍ دنوي دولت لخوا له امريکايانو سره د امنيتي تړون د لاسليک يوه مياشت لا نه ده پوره، چي پاکستان بيا په هغسي بې مخۍ پر کونړ ولايت توغنديز بريدونه کوي، امريکا او ملګري يې ورته ګوري، خو ژبه يې بنده ده او څه نه سي ويلاى، نه پوهيږو، چي په دې کي بيا د امريکا کومه دسيسه نغښتې ده؟

د امنيتي تړون له مخي هيڅ هيواد نه سي کولاى، چي د افغانستان پرخاوره تېرى وکړي اوکه چيري کوم هيواد افغانستان ته په خيرنو سترګو ګوري، نو امريکا او راغلي ملګري به يې ځواب وايي، خو دلته خبره هغسي نه ده، دا چي ولي؟ د ځواب ويلو لپاره يې بايد امريکايان او دلته راغلي ملګري غاړي تازه کړي.

همدارنګه د اشرف غني له تحليف څخه وروسته يوازي په کابل کي د دومره زياتو کورونيو او بهرنيو ځواکونو په شتون کي اووه چاودني سوي دي، چي دا هم د دې ښکارندوى ده، چي امريکايان يوازي د خپل قرارداد په غم کي وو، ځکه مخکي ويل کېدل، که امنيتي تړون لاسليک سو، نو افغانستان به د امنيت له پلوه ګل او ګلزارسي، خو خبره سرچپه او بريدونو تر پخوا هم زور واخيست.

په همدې ډول د دولت د مخالفانو مخامخ جګړې هم  زوروري سوي، چي د بېلګي په ډول د روان کال د اکتوبر پر ٣مه نېټه په سرپل ولايت کي د وسله والو طالبانو په کمين کي د ٢٢ پوليسو وژل کېدل، ٦ ټپيان او ٧ نور پوليس يې له ځان سره ژوندي بېول روښان ثبوت دى.

لاتراوسه واليان، وزيران اوځيني نور… د سرپرستانو په ډول پرڅوکيو ناست دي، که چيري داکسان په رښتيا په فساد کي ککړ دي، په کار ده، چي د پوښتني مېزته راکش سي او که په  دنده کي بريالي دي، نو بايد تقديرسي ، ځکه په کومه اداره کي، چي مکافات او مجازات نه وي، هلته پرمختګ د اوبو دسرکرښي دي.

 ولس غواړي، چي نوى ولسمشر پورته يادو ټکو ته پام وکړي او تر هرڅه افغان ولس،چي په دې وروستيو لسيزو کي سخت ځپل سوى، ځان ته نږدې کړي، په دې نږدې کېدو کي د دواړو جهانونو خيرنغښتى دى.

١٦ – ١٠ – ٢٠١٤ ، کندهار ښار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *