له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي واک له رسمي لېږد او په قطر کې طالبانو ته د دولت له پرانيستلو سره سم کابل په سرو وينو ولړل شو. کابل کې يو ځل بيا تر دېرشو ډېرې ميندې د غم په ټغر کښېناستې. يو ځل بيا ډېرو افغانو ميندو ته د افغان دولت، امريکا، برتانيې، ناولي پاکستان او ايران د چټلو او مفسدو سياستونو له خوا د خپلو بې ګناه زامنو او کور د نورو غړو جنازې کېښودل شوې.

پوښتنه دلته ده چې آيا زموږ په هېواد کې امنيتي اداره هېڅ نشته؟ او که شته هم نو خامخا به چېرته ويده وي. داسې امنيت خو بايد په نشت حساب شي. دا به کوم عقل ومني چې د پوليسو، اردو، امنيت او ۴۲ بهرنيو هېوادونو په موجوديت کې دې څو کسان د کابل زړه درېيمې کارتې ته ننوزي، مينونه دې کېږدي او په آرامه دې جګړه وکړي. که يو څوک يو ميل وسله او يا هم يوه وړه تفنګچه راکړي چې تر وزير اکبر خان پورې يې يوسه باور وکړه چې هېڅ کله به دا زړه ونکړای شم، خو که راته ووايي چې ټوله لاره درته خلاصه ده هېڅوک دې هم مخه نه نيسي نو باور وکړئ چې د ولسمشر تر دفتر پورې يې هم په ډاډه زړه وړای شم. اوس هم خبره دلته ده چې دا لاره څوک ورته خلاصوي او د لارې د خونديتوب ضمانت څوک ورته کوي. که د لارې د خونديتوب ضمانت نه وي نو هېڅکله به هم تر ټاکلي ځای پورې وسلې او مهمات يونه وړای شي.

د جګړې له ورځې داسې ښکاري چې دې ډول جګړو ته د امنيت سپارونکي لمن وهي، ځکه چې د امنيت له سپارلو سره سم د پلازمېنې په يوه مهمه سيمه کې جګړه پېښېږي او بله دا چې په دې ورځ د کابل ټولې کوڅې امنيتي کسانو نيولې دي، نو حمله کوونکي څه ډول توانېږي چې حمله وکړي.
ولسمشر کرزي له بهرنيانو څخه د امينت د اخيستو په ورځ د افغانانو لپاره دا يو زېری وباله چې له دې وروسته به ټول عمليات افغان ځواکونه کوي، خو دا يې ونه ويل چې دا نن خو هم افغان ځواکونو د کابل امنيت نيولی نو که افغان ځواکونه د همدې ورځې په څېر امنيت نيسي نو دا خو بيا امنيت نه شو، ستا ځواکونو خو په لومړۍ ورځ څرګنده کړه چې دا توان نه لري.

له بلې خوا طالبانو ته په همدې ورځ په قطر کې په رسمي توګه دفتر پرانيستل شو. د دې دفتر په پرانيستو سره دوی ته په نړيواله کچه رسميت ورکړل شو، خو بيا هم افغان ملت ته د طالبانو د دفتر موضوع ګونګه پاتې ده. ځکه که چېرې طالبانو ته په رسمي توګه دفتر پرانيستل کېږي نو دوی اوس د پخوا په څېر بې هويته نه دي، بايد چې له دې وروسته د دې ډول حملو په اړه خبرې ورسره وشي. دوی اوس رسمي دفتر لري، ملت ته دې د هرې حملې ځواب ورکړي او کله چې دوی ته دفتر ورکول کېده بايد چې په دې اړه خبرې ورسره شوې وای او ملت ته څرګنده شوې وای چې دوی ته د کومو شرايطو له مخې دفتر ورکړل شو.

د طالبانو د دفتر په پرانيستو سره امریکا ویلي چې ډېر ژر به له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي، خو ولسمشر کرزی بيا وايي چې طالبان بايد له افغان دولت سره خبرې وکړي په داسې حال کې چې طالبان افغان دولت ته د خپلواک دولت په سترګه نه ګوري له دې امله نه غواړي چې له افغان دولت سره خبرې وکړي. په هېواد کې د ننه هم سياسي ډلې او اپوزيسيون د طالبانو دفتر ته د شک په سترګه ګوري ځينو يې هم په دې اړه بېلابېل غبرګونونه څرګند کړي دي. له دې ټولو څخه داسې ښکاري چې تر اوسه ددغه دفتر په اړه افغان لوري او د سیمې او نړۍ هېوادونه لا یوه خوله نه دي او هغه هیلې چې افغانان یې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره لري ښايي یو ځل بیا په اوبو لاهو شي او له دغه دفتر څخه د امریکا او غرب د اهدافو لپاره ګټه پورته شي.

که چېرې له دې وروسته طالبان عمليات او يا جګړه کوي د قطر دولت او هغه امريکايي چارواکي چې ددې دفتر په پرانيستلو کې يې هلې ځلې کړې هم مسوول دي. د قطر دولت به د هرې جګړې او عملياتو ځواب وايي، ځکه چې اوس طالبان رسميت دفتر او رسمي دريځ لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *