شېرعلم امله وال –

په ټوله کې ددولتونو اساسي او مهمه دنده د خپل هېواد د وګړو او دولس د امنيت تامين دى، کله چې په يو هېواد کې امنيت تامين وي، ورسره جوخت په اقتصادي برخوکې پانګونې کېږي، چې له امله يې ټولنه او هېواد په اقتصادي، فرهنګي،سياسي او ټولنيزو برخو کې پرمختګ کوي، له بده مرغه افغانستان د تېرو څلورو لسيزو راهيسې په پرلپسې ډول  د پرديو د ګټو لپاره جګړه کې راښکېل هېوا د دى، چې ځاني اومالي زيان تر بهرنيو په خپله افغانانو ته زياته اوښتې ده او لا هم په  خونړي ناورين کې اوس هم لولپه کېږي، زموږ د سياستوالو ستره تېروتنه  داده، چې تل د پرديو د ګټو لپاره د پرديو د پلانونو او پروګرامونو په تطبيق او سرته رسولو کې انرژي مصرفوي او د خپل هېواد ملي ګټو ته پاملرنه نه کوي،  اوسمهال افغانستان له سختو امنيتي ننګونو سره مخ دى، چې ورسره سم يې اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه جوړ کړي او د هرې ورځې په تېرېدا سره په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړېږي او زرګونه  ځوانان   د کاري شونتياوو( فرصتونو) او اسانتياوو د نشتوالي له امله بهرنيو هېوادونو ته کډوال کېږي، يا هم وسله والو مخالفينو ليکو ته ځي او يا هم په مختلفو نومونو له جنايي جرمي ډلو سره يو ځاى او د مختلفو جرايمو د ترسره کولو لامل کېږي، د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې د خنډونو په باب به د ننګرهار ولايت  څخه د بېلګې په توګه يادونه وکړو ، چې يو کرهنيز ، سوداګريز او صنعتي ولايت دى د طبيعي چاپيريال او آب هوا له امله دکار او شغل لپاره تر نورو ولايتونو زيات مساعده سيمه ده ، خلک يې هم کار خوښي او متحرک دى، درې صنعتي پارکونه جوړ او تر ډېره يې لومړني زيربنايي چارې ترسره شوې د ٨٠٥ شاوخوا صنعتي توليدي شرکتونو ته رسمي جواز ليکونه وېشل شوې، په دوو صنعتي پارکونو کې پانګه والو ته د فابريکو په خاطر نومرې وېشل شوي، چې شمېر يې سل ګونو ته رسېږي، خو يوازې د شيخ مصري په پارک شاوخوا (٢٠) شل فابريکې په ډيزلي انرژۍ فعالې دي، که چېرې ټولې فابريکې فعالې واى، نو زرګونو بېکاره ځوانانو د کار شرايط او زمينه برابرېدله، چې ورسره بهر ته د ځوانانو د تګ د مخنيوي اوهم د جګړه مارو ډلو ته د خام موادو ( بې کاره ځوانانو ) شمېر راښکته کېده، خو له بده مرغه د امنيت د نشتوالي او برېښنانه شتون له امله دا فابريکې فعالې نه دي، که  لرې پرتو سيمو کې د ډاډ وړ امنيت موجود واى، نو ډېرى ځوانان مو په کرهنيزه برخه کې مصروف شوي واى، د ننګرهار لويو پانګه والو په عربي او نورو هېوادنو کې پانګونې کړي،  په هېواد کې امنيت موجود واى، همدغو پانګوالو به هم د هېواد  په دا��ل کې پانګونه کړى واى، چې له امله يې په ځينو برخو کې هېواد مو ځان بسياينې ( خودکفايۍ) لور ته تللو او د پرمختګ پړاو نه يي بشپړ کړي واى.

اوسمهال لپاره افغانستان په څېر جګړه ځپلى هېواد مشرتابه ته پکار ده، چې تر هرڅه وړاندې د امنيت د تامين مسئلې ته لومړيتوب ورکړي، د امنيتي ادارو د مسولينو او امنيتي سکتور سېستم د اصلاح او سمون ترڅنګ د تجهيزاتو ، امکاناتو او وسايلو زياتوالي ته پاملرنه وکړي، چې په هېواد کې ډاډمن امنيت تامين او له مخې يې اقتصادي پرمتخګ ، پانګونې، ټولنيز،فرهنګي او سياسي ثبات ته لاره هواره او د ښې راتلونکې لپاره پاخه ګامونه واخيستل شي، د دولت له  مشرتابه او مسولو چارواکو څخه هيله لرم چې که غواړئ هېواد مو پرمختګ وکړي او په نړۍ او سيمه کې د سيالانو سره سيال شو ترهرڅه لومړى دې د امنيتي ننګونو او ستونزو د له مېنځه وړلو امنيتي سکتور اصلاح  او ځواکمنتيا ته زياته پاملرنه وکړي، چې ورسره سمه په اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزو برخو کې هم پرمختګ رامنځته شي، د هېواد د ملي امنيتي ځواکونو پياوړتيا، ځواکمنتيا، مسلکي کېدا او تجهيز دى، د کار لومړيتوبونو په سر کې ځاى ورکړي،  او هم دې د نامسوله وسله والو بې وسله کول او نورو جنايي مافيايي کړيو په له منځه وړلو کې کوټلي اقدامات وکړي، چې امنيت تامين او ورسره په نورو برخو کې د پرمختګ خاوندان شو.

By میر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *