خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩۴-۷-٢٢

کندهار، افغانستان- امنيتي ځواکونه دتېري اووني په جريان کي ٢٤٦ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولي

دنن ورځي امنيتي مجلس چي دولايت  مقام دغونډو په تالارکي جوړه سوې وه، په امنيتي غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د ملي امنيت رياست لمړى مرستيال ډګروال محمد نعيم ، د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرافي  د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال جنرال سيد آغا  او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

د امنيتي مجلس رئيس او کندهار والي ډاکټر هما يون عزيزي دټولو امنيتي ارګانونو دميړاني او سرښڼدني ستاينه وکړه چي په دي وروستيو کي وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده  ښاغلي والي وويل وسله وال مخالفين په دي وروستيو کي دافغان امنيتي ځواکونو سره دمخامخ جګړي توان له لاسه ورکړى او دوى کوښښ کوي دخپلو منفي تبليغاتو په واسطه خپل حضور څرګند کړي .

ښاغلي عزيزي د امنيتي ځواکونو همږغي وستايله او زياته يې کړه چي د امنيتي ځواکونو په ليکو کي همږغي قوي سوې او د امنيتي ځواکونو د برياليتوب راز په همږغۍ کي دى والي وويل په ولسواليو کي شته امنيتي ځواکونه باید پخپلو منځو کي همږغي او د عملیاتو په ترسره کولو کي له يو-بل سره پوره همکار واوسي.

د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وویل په تېره اوونۍ کي یې ١٥٤ وسله وال ترهګر وژلي ،٥٥ تنه زخميان کړي درې تنه ژوندي نيولي او له ديادو کسانو څخه يو شمير وسلي او مهمات امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي چي ترڅنګ يې ٤٦ کړۍ مختلف النوع ماينونه هم کشف او شنډ کړي.

اطرافي وايي تېره اوونۍ يې ٣٠ تنه معتادين دمعتادينو دروغتيايي کلينيک څخه تر صحي درمليني وروسته رخصت کړي

د٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال جنرال سيد آغا وويل دتېري اوونۍ په جريان کي دملي اردو سرتېرو ٢٧ وسله وال وژلي ١٠ تنه زخميان کړي او ٧ تنه يې ژوندي نيولي .

دملي امنيت منسوبينو دتيري اوونۍ په جريان کي  ١٤ تنه د دولت ضد مخالفين چي په ښار او ولسواليو کي ترهګريز او تخريبي فعاليتونه تر سره کول دبيلابيلو عملياتو په پايله کي نيولي همدارنګه دکندهارښار او ولسواليو په مختلفو سيمو کي ١٤ کړۍ ماينونه کشف او شنډکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *