خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٨، ٠١
کندهار افغانستان- د کندهار ولايت د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي ټولو امنيتي ارګانونو ته سپارښتنه وسوه، چي د ټاکنو پرمهال ډېر متوجه واوسي، څو د کوم مشخص کانديد په ګټه باندي کار ونکړي.
کندهار والي او د امنيت شورا رئيس پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د نن ورځي په غونډه کي وويل، چي امنيتي ادارې بايد له هر راز سياسي فعاليته ليري واوسي او دخپلو مکلفيتونو سره سم، د وطن، خلکو او نظامي د ساتني لپاره کار وکړي.
نوموړي زياته کړه، چي د شفافو ټاکنو لپاره د زمينې برابرول د ټولو امنيتي او ملکي ادارو وظيفه ده، مګر د ځانګړي کانديد لپاره کار کول، د ټولو اصولو او مقرراتو خلاف کار دى، چي بايد ونه سي.
د نن جلسې ته په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمېسون مسؤلين هم راغوښتل سوي ول او هغوى د خپل راپور پر مهال له امنيتي ځواکونو او ملکي ادارې مننه وکړه، چي د ولايت په ټولو ساحو کي يې ورته د کارکولو زمينه برابره کړې ده.
د انتخاباتو کمېسون ولايتي مرستيال وويل، چي دوى داځل خورا ښه فعاليتونه کړي، چي په نتيجه کي يې کندهار ولايت د هيواد په کچه د نوم ليکني په برخه کي دويم مقام خپل کړى دى.
د امنيت شورا د نن ورځي په غونډه کي کندهار والي د اختر په شپو ورځو کي د امنيتي ځواکونو د هڅو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چي ددوى د ښه کار په نتيجه کي کندهاريانو بدون له کومي غمجني پيښي د اختر شپې ورځي تيري کړي.
هغه امنيتي ځواکونو ته هدايت وکړى، چي خپلو ښو فعاليتونو ته په همدې توګه ادامه ورکړي او هم د کوکنارو د مضر بوټي د کښت او کاروبار د مخنيوي لپاره هم خپل فعاليتونه چټک کړي او چاته اجازه ورنکړي، چي دغه بوټى وکري.
د نن په مجلس کي پرېکړه وسوه، چي د ژړۍ او ميوند ولسواليو په مربوطاتو کي هغه د اوبو برمې او باوړۍ له منځه يووړل سي، چي په غير قانوني توګه پر دولتي مځکو کښل سوي او بيا ورڅخه د تارياکو د اوبولو لپاره ګټه پورته کيږي.
د امنيت شورا برخوالو د نن په غونډه کي د غورک ولسوالۍ د لارو پر خلاصون هم خبري وکړې او پرېکړه وسوه، چي بايد تر ټولو مخکي هلته د مخالفينو څه ناڅه حضور له منځه يووړل سي او لاري له ماينونو څخه پاکي سي، څو خلک وکولاى سي په اسانه سره له کندهار ښار سره وصل سي.