له فراه څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د دغه ولایت د مرکز د نیولو لپاره د ایران او پاکستان ګډه دسیسه افغان امنیتي ځواکونو ناکامه کړې او د فراه ښار امنیتي وضعیت د عادي کېدو په حال کې دی.
د فراه ولایت د مرکز په شاوخوا کې د جګړې زور ختلی، د دغه ولایت والي، د فراه اوسېدونکي او ګڼ امنیتي چارواکي د فراه په جګړو کې د ګاونډیو هیوادونو لاس ویني.
اصف ننګ وايي، هغه وسلې چې د فراه په جګړه کې وکارول شوې، تر دې پخوا په افغانستان کې نه دي لیدل شوي.
د افغانستان په لوېدیځ کې د ۶۰۶ انصار زون قوماندان جنرال حسن شاه فروغ هم وايي چې د فراه په جګړه کې ایراني او پاکستاني اتباعو برخه لرله او د جګړې قومانداني د یوه پاکستاني صاحب منصب په لاس کې وه.
«دا جګړه یوازې له افغان طالبانو سره نه وه، دا عادي جګړه نه وه، دا یو پلان شوی، منظم د هیواد له بهره د بهرنیانو له لوري او د هغوی په ګډون د فراه ولایت د نیولو په هدف جنګ و. په دې جګړه کې پاکستانیانو هم برخه لرله او تر کومه ځایه چې موږ معلومات لرو د هغو په منځ کې یو هم جنرال و. داسي معلومات هم شته چې په دې جګړه کې د ایران خلک هم شامل ول.»
د فراه جګړه وروسته له دې پیل شوه چې حکومت د بخش اباد بند د جوړېدو پرېکړه وکړه او د فراه قومي مشرانو د بند د امنیت د ساتنې ژمنه وکړه.
د جګړې په ترڅ کې د دولت وسله وال مخالفانو د ښار یو شمېر څنډې ونیولې خو فراه ښار ته د کومکي ځواک د رسېدو له کبله وسله وال حمله کوونکي په شا وتمبول شول.
د ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال محی الدین غوري وايي چې د فراه په جګړه کې طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې واوښتې.
دی وايي چې له امنیتي ځواکونو سره د ولس ملاتړ د طالبانو د ماتې سبب شو.
«موږ یې تعقیبوو، که خدای کول هغو کسانو ته به چې زموږ د ښارونو او لویو لارو د نیولو هڅه یې کوله تر دې به لوی ګوزارونه ورکړو.»
افغان امنیتي چارواکي وايي چې د فراه په جګړه کې ۲ سوه وسله وال مخالفان وژل شوي او ۳ سوه نور ژوبل شوي دي.
د فراه والي اصف ننګ وايي چې له طالبانو ۱۰۰ مړي پاتې شوي دي.
د ده په وینا د طالبانو په منځ کې زیات شمېر پنجابیان هم شامل ول.
د فراه والي په دې تعجب کړی چې کومې سیمې ته چې طالبان رسېدلي، د هغې سیمې اوسېدونکو ته یې نه چرګان پرې ایښي، نه پسونه او نه د کور وسایل، هر څه یې غلا کړي دي.
حال دا چې اصلي طالبان تر دې پخوا په غلا تورن شوي نه دي.
د فراه د جګړې په نتیجه کې د فراه ښار او شاوخوا سیمو په زرګونه کورنۍ نیمروز او نورو سیمو ته بې ځایه شول خو اوس چې په سمیه کې حالات په عادي کېدو دي، اکثره فراه وال بېرته خپلو کورونو ته روان دي.