تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /سې شنبه/ وویل چې امنیتي ځواکونو په لغمان ولایت کې یو ټن چاودېدونکي مواد نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو دا ۱۰۰۰ کیلو چاودېدونکي مواد د لغمان ولایت د مرکز مهترلام د بابا صاحب په سیمه کې کشف او ضبط کړل.

ویل کېږي چې دا مواد د سړک جوړولو د یوه شرکت له لوري په یوه کور کې پټ کړل شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې قضیې په تړاو یې ۴ تنه نیولي او له هغوی څخه یې پوښتنې – ګروېږنې پیل کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *