افغان سرتېری د انتحاري موټربمي حملې ځای ته ګوري. د ۲۰۱۵ د اکتوبر۱۱ مه

تاند، دوشنبه، د سنبلې ۱۱مه: افغان حکومت په محرم میاشت کې د شیعه ګانو د تکیه خانو او عبادت ځایونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې دوی په دې اړه خپل چمتووالی لري او د مراسمو پر مهال به هېڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ له یو شمېر شیعه عالمانو سره کتلي او د محرم لسیزې د امنیت د تینګښت په اړه یې چارواکو ته لازمې لارښوونې کړي دي

په دغه غونډه کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د امنیتي سکتور لوړ پوړو مسوولینو او یو شمېر نورو دولتي مقاماتو هم حضور درلود ژمنه کړې چې ددې ورځو د لمانځلو لپاره بشپړه اماده ګي لري.

بل لورته بیا د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبه د محرم میاشتې په رارسېدو سره د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې په دغو لسو ورځو کې د جوماتونو او تکیه خانو د امنیت د ټینګښت لپاره ځانګړي او جدي امنیتي تدابیر لري او کومه ستونزه به رامنځته نشي.

ارګ او کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي چې په دې وروستیو کې په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *