د تاریخ په اوږدو کې بهرنیانو تل دا هڅه کړې چې افغانستان تر سیاسي استعمار لاندې وساتي. لومړی انګرېزان، ورپسې روسان او اوس امریکا او غړي یې په دې هڅه کې دي چې افغانستان تر خپل سیاسي استعمار لاندې تر هغه وساتي څو چې دوی غواړي، که څه هم په تېرو پنځلسو کلو کې دوی څه نا څه خپلو موخو ته رسېدلي خو په دې وروستیو کې د ملي یووالي د حکومت په راتلو سره په افغانستان او سیمه کې وضعیت بل رنګ اخیستي.

افغانستان کله چې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړ، وضعیت نسبت پخواته څه نا څه کړکېچن شو. هغه دا چې امریکا په نومړي تړون کې له افغان حکومت سره د هر ډول مرستو چمتووالی ښودلی و، خو متاسفانه دوی په خپلو کړیو ژمنو عمل ونه کړ. امریکا افغان حکومت ته ډاډ ورکړ، چې افغان ملي ځواکونه به په نړیواله کچه روزي، دوی ته به درنې وسلې ورکوي، د افغانستان هوایي ځواک به پیاوړی کوي، په اقتصادي چارو کې به له افغان حکومت سره مرستې کوي، د اړتیا په صورت کې به له افغان ځواکونه سره اوږه په اوږه د جګړې سنګر ته ځي، په سیمه کې به ترورېزم له منځه وړي او دې ته ورته نورې ژمنې شوې وې….

اوس چې ګورو د امریکا دې ټولو ژمنو سرچپه بڼه غوره کړې ده. افغان ځواکونه تر پخوا کمزوري شوي، هوایي ځواک تر پخوا کمزوری شوی، د اړتیا په صورت کې له دوی سره مرسته نه کېږي، که مرسته هم وشي نو ملکي خلک د دوی د بریدونو ښکار کېږي چې ښه بېلګه یې هم په کندز ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید و، اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي….

دا چې ولې امریکا لوبې ته بدولون ورکړ، غواړم خپل نظر داسې وړاندې کړم:

په دې خو ټول پوهېږو چې د کریمیا پر سر د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي؟ اوس امریکا غواړي په افغانستان کې جګړه نوره هم توده وساتي، که یې پخوا د طالبانو ملاتړ کولو اوس غواړي د داعیش تر نامه لاندې یوه بله ډله چې رامنځته کوونکي یې هم خپله امریکایان دي ملاتړ وکړي، ځکه کوم کارونه چې داعیش په سوریه او عراق کې وکړل، نو د دوی دا کړنې نړۍ ته په یوه لوی ګواښ بدلې شوې.

اوس امریکا غواړي داعیش په افغانستان کې وروزي، تقویه یې کړي، په ښو وسلو یې سمبال کړي او … دا چې ولې غواړي او موخه یې څه ده؟ ټول پوهېږي چې غوا توره پۍ یې سپینې. امریکا غواړي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته په ځانګړې توګه روسیې ته لوی ګواښ رامنځته کړي، سور چراغ هم د کندز سقوط و. خو روسیې د دوی دې ټولو موخو ته مخکې له مخکې تصامیم نیولي.

په دې وروستیو کې کله چې د افغانستان په شمال کې کندز ولایت سقوط شو، روسیې له افغانستان سره په نطامي برخو کې د مرستې اعلان وکړ، افغان حکومت هم څو ورځې د ځواب ویلو لپاره چوپ پاتې شو، خو بلاخره د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند ظفر هاشمي ځواب ویلو ته حاضر شو. ده وویل چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادو سره خورا ښې اړیکې غواړي، ده د روسیې د مرستو هر کلی وکړ او زیاته یې کړه چې افغانستان به د دې مرستو په را جلبولو سره د نړۍ له هېڅ کوم هېواد سره اړیکې پرې نه کړي، ده دا هم وویل چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، که روسیه غواړي چې افغان امنیتي ځواکونه تجهیز کړي موږ یې هر کلی کوو.

اوس د روسیې دې اعلان او د افغان حکومت هر کلي د امریکا په اړیکو خورا زیات اغېز کړی. لومړی دا چې دا نړیوالو ته په ډاګه شوه چې امریکا نه غواړي افغان ځواکونه تجهیز کړي. بل دا چې روانه جګړه خپله امریکایانو ګرمه ساتلې. بل دا چې امریکا نه غواړي له افغان ځواکونو سره په جګړه کې برخه واخلي. په داسې حال کې چې روسیې د کندز د سقوط پر مهال اعلان وکړ چې که د افغانستان نیږدې متحد امریکا نه شي کولی کندز د طالبانو له ولکې وباسي افغان حکومت دې ماته ۲۴ ساته وخت راکړي زه کندز بېرته له وسلوالو پاکوم. دا هم د امریکا له پاره د شرم وړ خبره ده.

خلاصه دا چې که افغان حکومت روسیې ته نیږدې شي، ښایي د امریکایانو په شتون خورا زیات اغېز وکړي، هغه دا چې روسیه په واقعي توګه غواړي په افغانستان کې وسلوال مخالفین وځپي، ځکه که دوی په افغانستان کې دا کار ونه کړي یا له افغان حکومت سره په دې برخه کې مرسته ونه کړي لرې نه ده چې داعیش به منځنۍ اسیا په خاصه توګه روسیې ته ځان رسوي.

One thought on “امنیتي تړون او له روسیې سره نوې اړیکې/ امین پاچا”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *