تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: طالبانو نن سهار مهال د بګرام پر هوايي ډګر توغندیز بریدونه کړي دي.
د پروان یوه امنیتي سرچینه تاند ته د نوم نه ښودلو په شرط وايي، طالبانو د هوفیانودښته کې د حاجي قدوس په کلي کې له یو سراچه ډوله موټر څخه د بګرام هوایي ډګر پر لوري د بي ایم ۱ توغندي توغولي دي.
سرچینه وايي، دوه توغندي د بګرام هوايي ډګر کې دننه لګېدلي او یو توغندی د هوايي ډګر څنګ ته د جان قدم کلي په یو کور لګېدلی دی.
سرچینه وايي، هغه موټر چې توغندي ترې ویشتل شوي دي، اور یې اخیستی دی او امنیتي ځواکونو هغه سیمه اوس محاصره کړې ده چې له هوايي ډګر څخه دباندې یوتوغندی پرې لګېدلی و.
تر اوسه امریکايي ځواکونو څه نه دي ویلي چې پر بګرام هوايي ډګر رښتیا هم برید شوی او تلفات یې څومره دي؟
که دا برید تایید شي، نو دا به د سولې له هوکړې یوه میاشت او لس ورځې راوروسته د طالبانو لومړنی برید وي چې په بهرنیو ځواکونو یې ترسره کوي.
تر دې وړاندې طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی و چې افغان ځواکونه په نښه کړي خو امریکايي او بهرنیو ځواکونو باندې به برید نه کوي.