په وروستیو کې د کابل واشنګټن امنیتي سند پر سر د افغانستان او امریکا ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوي دي. امریکا پدې لټه کې ده، چې ژر تر ژره دغه سند لاسلیک شي. په همدې موخه امریکا خپل څلور چارواکي؛ د بهرنیو چارو وزیر جان کېري، د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس، د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی جېمز ډابنز او د دفاع وزیر چک هېګل کابل ته استولي، څو ژر تر ژره ولسمشر کرزی د سند لاسلیک ته راضي کړي؛ خو ښاغلی کرزی پر خپل دریځ ولاړ دی.
کابل ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي وروستي سفر او له ولسمشر کرزي سره د لیدنې په ترڅ کې جېمز ډابنز ویلي که په افغانستان کې سوله ټینګه شي دلته به د بهرنیو ځواکونو د موجودیت اړتیا څه وي؟
د رپوټونو له مخې دغه خبره ډابېنز په ناڅاپي ډول له ولسمشر کرزي سره د امنیتي تړون او سولې ټينګښت په تړاو په خپله لېدنه او خبرو کې کړېده.
جیمز ډابېنز وايي که افغانستان کې سوله ټینګه وي، د بهرنیو ځواکونو حضور ته به هېڅ راز دلیل نه وي.
د ډابېنز لدغې ناڅاپي څرګندونې څخه د افغانستان پر وړاندې د امریکا نیت ښه په ډاګه کېدای شي. زما په باور امریکا د ناامنۍ او جګړې په پلمه په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کېدو تکل لري، چې تر ډېره بریده د افغان حکومت د غوښتنو نهپام کې نیولو سره امریکا ته د پوځي اډو ورکړې او د امنیتي سند لاسلیک په صورت کې به جګړه دوام ولري او امریکايي ځواکونه به له ناامنۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په افغانستان کې پاتې وي.
امریکا کولای شي د همدې پلمې په کارولو سره په سیمه کې خپلې موخې له خپلو اډو څخه وڅاري.
په ټولیزه توګه په سیمه کې د امریکا موخې د روسیې، چین او ایران مهارول دي. د افغانستان موقعیت ته په پام سره تر ډېره بریده دغه موخه له افغانستان څخه تر سره کېدای شي.
د دغه هېواد د بهرنیو چار وزیر جان کېري په همدې موخه ویلي، چې امریکا کولای له یوه بل افغان چارواکي سره دغه تړون لاسلیک کړي؛ خو د افغان دولت له لوري د امریکا دغه غوښتنه رد شوې ده. د ولسمشر ویاند ویلي، چې هېڅ یو وزیر نهشي کولای دغه سند لاسلیک کړي.
د نړۍوالو حقوقو له مخې تر ډېره بریده باید نړۍوال تړونونه د دوو هېوادونو ولسمشرانو یا هم هغه کس له لوري، چې د یوه هېواد ولسمشر له لوري ورته د لاسلیک واک ورکړل شوی وي لاسلیک شي. پداسې حال کې، چې ولسمشر کرزی نهغواړي هېڅ یوه افغان چارواکي ته د دغه سند لاسلیک واک ورکړي. بل لور ته د امریکا د اساسي قانون له مخې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي سند د اجرايي هوکړه لیک (Executive Agreement) په ډله کې راځي، چې باید د امریکا او مقابل هېواد ولسمشر له لوري لاسلیک شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې، چې کولای شي له یوه بل افغان چارواکي سره امنیتي سند لاسلیک شي د امریکا نه ژمنتوب په ډاګه کوي؛ ځکه که له ولسمشر پرته بل چارواکی دغه سند لاسلیک کړي نړۍوال ارزښت یې کمېږي او لدې سره جوخت امریکا کولای شي له خپلو کړو ژمنو څخه په آسانۍ په څنډه تېر شي.
پورتنیو ټکیو او د امریکايي چارواکیو دریځ ته په پام سره ویلای شو، چې امریکا ژر تر ژره د دغه سند د لاسلیک غوښتونکې ده. زما په باور د امریکا دغه غوښتنه دوه لاملونه درلودای شي. لومړی دا، چې په ۲۰۱۴ زېږدي کال کې په افغانستان کې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو ماموریت پای ته رسېږي او لازمه ده، چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره له افغان دولت سره یو سند ولري، چې له مخې د دوی د ځواکونو شمېر، فعالیت او واکونه مشخص شي. دویم لامل یې هم خپله ولسمشر کرزی او موقف یې دی؛ ولسمشر کرزی د ټاکنو په پایله کې واک ته رسېدلی او یو مشروع او قانوني ولسمشر دی، امریکا پدې باور ده، چې د افغانستان راتلونکې ټاکنې به جدي ستونزې ولري، دغه ستونزې کولای شي د ټاکنو پر مشروعیت نېغپهنېغه اغېز ولري. امریکا نه غواړي، چې له داسې یوه دولت سره امنیتي سند لاسلیک کړي، چې مشروعیت یې تر پوښتنو لاندې وي؛ ځکه لغوه کېدو ته به یې پلمې زیاتې وي.
افغان حکومت په ځانګړي توګه ولسمشر کرزی کولای شي له دوو لارو امنیتي سند پورې اړوند خپلې غوښتنې ترلاسه کړي: لومړی د سیمې سترو هېوادونو سره همغږي او د همدغو هېوادونو له لارې پر امریکا فشار او دویم هغه یې هم له خپل دریځ څخه نهتېرېدل. د افغانستان موقعیت او د امریکا مجبوریتونو ته په کتو سره له امکانه لرې برېښي، چې امریکا دې له افغانستان څخه ووځي له همدې امله اړتیا لیدل کېږي، چې دغه هېواد د سند له لاسلیک څخه وړاندې د سولې او ثبات پر لور کوټلي ګامونه پورته کړي.
له امریکا سره به نظامی تړون دپاکستان عربو لپاره مهم وی ځکه تهران اوروسیه په افغانستان کښی اصلاحی اواسلامی حرکت حکومت نشی زغملی نو ددی لپاره هر اسلامی اصلاحی حرکت په شکل داشکالو مخالفت کوی بالخصوص په شمالی ولایتو کښی حتا په شمالی ټلواله کښی هغه سم اشخاص هم دشمال دلوپرو لنډغرپه واسطه له شمالی ټلوالی نه ووتل یا ووژل شول نو باید کرزی صیب امریکاته ونه وایی چی ثبات غواړمه بی ثباتی په دولس کاله کښی خپله دغه تهران پلوه روسیه پلوه جوړه کړی ده باید کرزی صیب تهران او مسکو ته ووایی چی ستاسی لپاره امیټی تړون نه لاسیلسک کومه که چېری تاسی دلته ثبات غواړی که نه نو بیا لاسلیک کومه ځکه چی دبی ثباتی عاملین هم دغه هیوادونه دی یعنی مسکو تهران پاتی شوه پاکستان پاکستان خالی سیاسی موخی لری هغه حقوقی مسایل دی حل کیدل یی کوم مشکل کار ندی اما اقتصادی اوفرهنګی موخی بیا یوخطرناک عناصر دی هغوی په شمالی ولایتوکښی حتا یو اصلاحی او اسلامی حرکت نشی زغملی علت یی دادی چی دښمنی له اسلام اواصلاحګرو سره ده بله داچی دوی دطالبانوله اصلاحی اسلامی تحریک سره هم وجنګیدل دوی ته کرزی طالب حکمتیار فرق نه لری دوی ټول هغه کسان دی چی مسکو تهران غواړی خالی شخصی ګټی ورته زیات ارزښت لری کوم فکر سوچ نه لری