تاند- این اي سي کمپنۍ داسې امنیتي سیستم جوړ کړ چې په تیاره کې هم د انسان څېره پېژني.
د څېړونکو په وینا دا سیستم د انسان مخ حتي په داسې حال کې هم پېژندلی شي چې نیمه خوا یې بل لور ته وي.
د دوی په وینا دا سیستم، چې (Person Re-identification Technology) یا د وګړي د بیا پېژندلو ټکنالوژي نومېږي، د دې ترڅنګ چې د بدن بڼه او د جامو ډول تحلیلوي، د انسانانو په اړه ژور معلومات له ځان سره ساتي او په دې ډول د پېژندلو جوګه کېږي.
پر دې سیستم تجربو وښودله چې تشخیص یې په سلو کې ۹۰ دقیق و.
دا سیستم په هغو ځایونو کې چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي او یا د چا مخ پکې کمرې ته سم نه ښکاري، ښه کار ورکوي.
په لاندې ویدیو کې د دې سیستم په اړه لا زیات پوهېدای شئ.