یو امریکايي پوځي ټپي شو
تيره شپه ناوخته د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر موټر د سړک د غاړي په بمي چاودنه کې يو امريکايي سرتيری ټپي شوي.
د کندهار په هوايي ډګر د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وويل چې دغه چاودنه د ډنډ ولسوالۍ په سزګز سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پرمهال رامنځ ته شوي.
د سرچنې په وينا يو امريکايي سرتيری چې په پيښه کې ټپي شوي د کندهار هوايي ډګر نظامي روغتون ته انتقال شوي.
د کندهار په هوايي ډګر کې ميشت بهرني ځواکونه تل د هوايي ډګر د امنيت لپاره په سيمه کې ګزمې کوي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د امریکايي سرتېرو زغرګاډی ویجاړ شوی او پکې سپاره ټول سرتېري وژل شوي دي.
په زابل کې د ۱۲ طالبانو د وژل کېدو ادعا
چارواکي وايي په زابل او روزګان کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپيان شوي
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحي علوي وويل د ملي اردو ځواکونو تېره ورځ د زابل ولایت په مېزانه ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړی، چې له امله یې ۹ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.
علوي وایي وژل شوي او ټپي شوي وسله وال ټول د ملا داد الله او قاري سېف الله د ډلي اړوند دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند همداراز وایي، چې د ملي اردو ځواکونو د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې هم د وسله والو پر پټنځايونو بریدونو کړي، چې له امله یې ۳ وسله وال وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي.
په دغو عملیاتو کې د افغان ځواکونو د زيان يادونه نه ده شوې.
طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په پکتیکا هوايي برید ۴ طالبان وژلي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د مرکز اړوند په ګاروو سیمه کې هوایي برید شوی، چې په پایله کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي.
د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین وویل، چې یاد کسان د حقاني شبکې پورې اړوند دي، چې له وژل شویو کسانو له جملې یې د دوو تنو جسدونه هم د دوی لاسته ورغلي.
تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
هوايي برید ۴ طالبان وژلي
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د مرکز اړوند په ګاروو سیمه کې هوایي برید شوی، چې په پایله کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین وژل شوي.