خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٥-٨-٢٦

کندهار، افغانستان- کندهار والي ډاکټر محمد همایون عزیزي د نظامي مجلس په نوبتي غونډه کي د امنیتي-دفاعي ځواکونو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چي په ژمي کي دي د جګړې له کمېدو سره-سره د ترهګرو تحرکات تر کلک څار لاندي وساتي او د امنیتي پوښښ بنسټونه او ساحه دي دومره پراخه کړي چي دښمن هیڅکله د بیا راپورته کېدو توان پیدا نه کړي.

ښاغلي عزیزي د خلکو او خاورې د ساتنې په برخه کي د امنیتي-دفاعي ځواکونو د ټولو غړو او رهبرۍ هڅې وستایلې او له دوی یې وغوښتل چي له خپل ولس سره د همکارۍ او روابطو په لا ډېرولو د امنیت ساتنې سپېڅلې دندې ته همداسي دوام ورکړي، ځکه په کندهار کي ډاډمن امنیت د ولس او امنیتي ځواکونو تر منځ د ښو اړیکو نتېجه ده.

د کندهار امنیه قومندان ډګرجنرال عبد الرازق اڅکزي وویل: ترهګر شپه او ورځ په دې لټه کي دي چي زموږ د خلکو ژوند ناارامه کړي او ویې ځوروي، خو امنیتي ځواکونو تل د دوی دا ناولي عزایم شنډ کړي او هغوی ته یې درانه تلفات رسولي دي. له نېکه مرغه اوسمهال له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري ډېره سوي او هره ورځ په لسګونو ځوانان د امنیتي ځواکونو له لیکو سره یو ځای کېږي چي باید موږ له خپلو امکاناتو په کار اخیستلو دا لړۍ نوره هم چټکه او پراخه کړو.

د ملي امنیت مرستیال په خپل اوپراتیفي راپور کي وویل چي په کندهار کي دښمن له هر ډول هڅو سره-سره په بشپړ ډول ماته خوړلې او هره هڅه یې شنډه سوې ده چي همدا تېره اونۍ د ملي امنیت د ادارې سرتېرو په ښار او ولسوالیو کي د ګډو او ځانګړو عملیاتو پر مهال ۲۱ تنه نیولي دي او په دې ترڅ کي یې ۴ ماینونه شنډ کړي، له هغوی څخه یې ۵ موټر سایکل، یوه مخابره، ۲ تومانچې، یو کلاشینکوف او ګڼې مرمۍ نیولي دي.

د سرحدي لوا مسئول وویل چي دوی د خپلو فعالیتونو پر مهال د وسایطو ضد ۱۱ ماینونه شنډ کړي او د نشيي توکو ۲ تنه قاچاقچان یې نولي دي. د سپین بودلدک په سرحدي کرښه کي د خلکو تګ-راتګ په عادي ډول دوام لري، د ټولو سرحدي ولسوالیو لاري خلاصي دي او د کندهار په نړیوال هوايي ډګر کي پروازونه له معمول سره سم جاري دي.

د دویمې او درېیمي لوا قومندانانو په خپلو راپورونو کي وویل چي د تېرو میاشتو پر مهال د بېلا-بېلو عملیاتو له کبله د ترهګرو د بریدونو توان له منځه تللی او ځیني وختونه په لویو لارو کي د ماینونو ښخولو هڅې کوي چي په دې لړ کي تېره اونۍ ۲۲ کړۍ ماینونه کشف او خنثی سوي دي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *