تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن اعلان وکړ چې د راتلونکو ولشسمریزو او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو امنیتي پلان یې ترلاسه کړی دی.

له دې پلان سره سم به په هغو۴۱۴ مرکزونو کې ټاکنې نه کېږي چې امنیت یې نشي ساتل کېدای.

د غه کمیسیون وایې، د کورنیو چارو وزارت له لوري له ورسپارل شوي امنیتي پلان سره سم له ۶۸۴۵ مرکزونو څخه د ۴۱۴ مرکزونو امنیت خراب ښودل شوی دی.

له بلې خوا د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغان ځواکونه به هڅه وکړي چې د انتخاباتو تر ورځې هغه امنیتي ګواښونه له منځه یوسي چې د رایې ورکولو مرکزونو ته متوجه دي.

صدیقي وویل چې ځیې سیمې له امنیتي تهدیدونو سره مخامخ وې، خو د هیواد امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو اکثره امنیتي ګواښونه له منځه وړي او د دغو سیمو اوسېدونکي په ډاډه زړه په انتخاباتو کې ګډون کولی شي.

دا په داسي حال کې ده چې د جنوب د اکثرو سیمو اوسېدونکي ځانونه ناامن احساسوي او وايي چې په انتخاباتو کې د ګډون چانس نه ویني.

One thought on “امنیتي ځواکونه د ۴۱۴ انتخاباتي مرکزونو امنیت نه شي ساتلی”
  1. د دې رپورټ سرلیک که بدل شي نو بهتره به وي، ځکه دا د تاند خبري اعتبار ته صدمه رسوي، ۱۱۴ نه بلکې ۴۱۴ مرکزونه دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *