تاند- په غزني کې افغان امنیتي چارواکي وايي چې د خواجه عمري ولسوالي یې بېرته نیولې او وسله وال طالبان یې په شا تمبولي دي.

طالبانو دا ولسوالي تېره شپه له یوې درنې حملې وروسته ونیوله. په دې حمله کې د خواجه عمري ولسوال او د امنیت مدیر او ۲۳ سرتېري وژل شوي دي.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي چې ولسوال او د امنیت مدیر د یوه راکټ د لګېدو له کبله ووژل شول.

طالبانو تېره شپه ۲ بجې ولسوالي ونیوله او څو ساعته یې په لاس کې وه.

د غزني چارواکي وايي چې سهار وختي یې دې ولسوالي ته کومکي ځواک ولېږه او طالبان یې پسې واخیستل.

راپورونه وايي چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا وسایل سوځولي او بیا وتلي دي.

طالبان وايي چې ۳۰ امنیتي ځواکونه یې وژلي، د پولیسو رینجر موټرونه او ځینې نور وسایل یې له ځان سره وړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *