تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونو د هلمند خانشین ولسوالي په کامل ډول بېرته نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن /یکشنبه/ وویل چې خانشین ولسوالي د افغان ملي اردو او ملي پولیس د عملیاتو په لړ کې بشپړه تصفیه شوې ده.
دا ولسوالي شاوخوا دوې اونۍ پخوا وسله والو طالبانو ونیوله.
وروسته افغان امنیتي چارواکو وویل چې سیمې ته د کومکي امنیتي ځواک په رسېدو پسې طالبانو د ولسوالۍ د ودانیو په نړولو لاس پوري کړی دی.
طالبانو تراوسه پوري د خانشین د بایللو په اړه څه نه دي ویلي.