تاند، دوشنبه، د حوت ۵ مه: د هیواد امنیتي ځواکونو وروستیو موازي ګمارنو ته په اشاره ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د نافذه قوانینو پر بنسټ پر دولتي تأسیساتو برید، غصب او تخریب یې او همدارنګه د دولتي بنسټونو په کاري چارو کې خنډ رامنځته کول ملي خیانت او جرم بلل کېږي.
اعلامیه کې امنیتي او دفاعي ځواکونه مؤظف شوي چې د دا ډول فعالیتونو مخه ونیسي او همداراز معترضینو ته ګواښ شوی، چې د دولتي بنسټونو د غصب او تخریب هڅه ونه کړي؛ که نه د سرغړونې په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.
اعلامیه ټینګار کوي چې معترضې ټاکنیزې ډلې دې د اعتراضیه حرکتونو پر مهال له وسلو ډډه وکړي، او د عامه نظم له اخلال څخه دې ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ثبات او همپالنې ډلې په وروستیو کې د سرپل تر څنګ بغلان ته هم خپل والي ګمارلی دی او ځینو ښارونو کې یې داسې لوحې نصب کړې دي چې په کې عبدالله ته د منتخب ولسمشر خطاب شوی دی.
حکومت د عبدالله د ډلې دا کارونه بې ارزښته بولي او د پنجشنبې په ورځ یې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو چمتو کولو خبر ورکړی دی.
همداراز سرچینې وایي، له بله اړخه استاد عبدالرب رسول سیاف هم د ولسمشر غني، حامد کرزي او عبدالله تر منځ د روغې جوړې هڅې پیل کړېدي او نن یې په دې اړه ځینې ناستې هم کړې دي