تاند- افغان امنیتي ځواکونو نن /یکشنبه/ د کندوز د چهادرې ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړل.
د چهاردرې ولسوالي پرون ماښام د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ولوېده.
لومړني راپورونه وايي چې د چهادرې په پرونیو نښتو کې لږترلږه ۱۷ وسله وال طالبان او ۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د کندوز امنیه قومندان صبور نصرتي وايي چې په نښتو کې ۲۱ وسله وال طالبان او ۳ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي.
طالبانو د چهادرې ولسوالۍ د ودانۍ له نیولو وروسته د کندوز ښار په درې کیلومترۍ کې تر کندوز سینه پوري پرمختګ وکړ. ویل کېږي چې اوس طالبانو د سین پوري غاړه مورچې نیولي دي.
د کندوز د والي مرستیال حمید الله دانش وویل چې له ښاره لوېدیځ پلو د چهاردرې ولسوالۍ او کندوز ښار ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
د افغانستان د ملي اردو مرستیال لوی درستیز جنرال مراد علي مراد وویل چې په چهاردره ولسوالۍ کې لمږترلږه ۷۰ امنیتي ځواکونه د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري نیول شوي دي.
ده وویل چې نن ماښام به بشپړ عملیات پیل شي.
د یوه بل راپور له مخې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د دوو جګړه مارو قومندانانو ترمنځ نښته روانه ده.
په همدې حال کې د بدخشان چارواکي وايي چې د یمکان ولسوالي یې، چې تېره میاشت افغان طالبانو او د منځنۍ اسیا سختدریځو په ګډه نیولې وه، په یو لړ عملیاتو کې بېرته نیولې ده.