تاند- د کندوز ښار په ځینو مرکزي برخو کې نن د دغه ښار د جګړې د پیلېدو په اتمه ورځ ځیني دوکانونه خلاص شوي دي.

تاند ته د سیمې اوسېدونکو وویل چې طالبان د ښار له ځینو مرکزي سیمو شا ته تمبول شوي او ښاریانو نن په ۸ ورځو کې د لومړي ځل لپاره له کورونو د راوتلو جرات کړی دی.

د کندوز ښار د سپین زر شرکت او شاوخوا سیمې یې، د خان اباد، امام صاحب او کابل بندرونه لا هم ناامن دي خو د خان اباد بندر ته نژدې د ناشرسینما څلور لاره او د امام صاحب بندر ته نژدې ساحې له طالبانو پاکې شوي دي.

شاهدان وايي لا هم د طالبانو تهدید شته ځکه چې طالبان د ښار له مرکزي سیمو یوازې څو سوه متره شاته تللی دي.

په همدې حال کې ویل شوي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم غواړي چې په خپله کندوز ته لاړ شي او د جګړې قومانده په لاس کې واخلي.

مخکې د دوستم د دفتر د رييس له قوله ویل شوي و چې ولسمشر غني کندوز ته د جنرال دوستم له تګ سره مخالفت کړی دی.

د جنرال دوستم په قول ویل شوي چې ژر به د کورنیو چارو له وزیر سره یوځای کندوز ته لاړ شي او په دغه ښار کې به د طالبانو پر ضد د جګړې مشري په غاړه واخلي.

کندوز ښاریان لا هم له اوبو او برېښنا بې برخې دي او د خوراکي موادو بیې څو برابره لوړې شوي دي.

په لسګونو زره ښاریان ګاونډیو ولایتونو ته تښتېدلي او هغوی چې پاتې دي، اکثره یې په دې خاطر ګاونډیو ولایتونو ته نه دي تللي چې د سفر مالي توان یې نه درلود.

د کندوز ښار ګڼې لوړې او نوې جوړې شوې ودانۍ له دې کبله نړېدلي یا زیانمن شوي چې وسله والو طالبانو پکې مورچې نیولې وې.

دا ښار تېر کال هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړو او هوايي بریدونو کې سخت زیانمن شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *