تاند- د افغانستان ملي اردو په مزارشریف ښار کې د هند د کونسلګرۍ مخته په یوه کور کې څلور تنه ترهګر له ۲۴ ساعتونو وروسته له منځه یووړل.

افغان امنیتي چارواکي وايي چې له احتیاط څخه یې کار اخیست څو د تروریستانو د ځپلو له کبله په شاوخوا کورونو کې عامو خلکو ته تاوان وانوړي.

د بلخ ولایت د مطبوعاتي دفتر په وینا د وسله والو ترهګرو پر ضد عملیات د افغانستان د ملي پولیسو او ملي اردو د خاصو ځواکونو له لوري په ګډه ترسره شول او د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور یې څارنه کوله.

2عطا محمد نور مخکې ویلي و چې د هند د کونسلګرۍ په شاوخوا کې تصفیوي عملیات پای ته رسېدو ته نژدې شوي، امنیتي ځواکونه په احتیاط ګام اخلي څو خلکو او د هغوی شتمنیو ته تاوان ونه رسېږي.

د راپورونو له مخې په مزارشریف کې د خاصو افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۵ امنیتي ځواکونو په شمول ۹ تنه ژوبل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې په دې عملیاتو کې یو پوځي او ۴ ترهګر وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *