تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: ملي امنیتي ځواکونو هغه شبکه نیولې ده چې د بهرنیو استخباراتو د ورکړل شویو پلانونو له مخې به یې په کابل کې هدفي وژنې او ترورونه کول.

امنیتي سرچینې تاند ته وايي، دغه شبکه له څو کلونو راهیسې دې لپاره ګمارل شوې وه چې په سیاسي کړکېچنو حالاتو کې داسې وژنې وکړي او داسې کسان ترور کړي چې له کبله یې په سیاسي اوضاع کې بدګومانۍ پیدا شي.

د سرچینې په حواله په تر ټولو تازه پېښه کې د کابل باغ بالا سیمه کې دوه افغانان د دغې شبکې د غړو لخوا ترور شول.

دغه هدفي وژنه پاکستاني خبریالانو داسې راپور کړې وه چې ګواکې په کابل کې د پاکستاني طالبانو ځینې غړي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *